د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د افغانستان د فوټسال ملی لوبډله په برازیل کې د «Copa das Nações de Futsal» په نوم د فوټسال په شپږاړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوی.
سرچینه زیاتوی، دغه سیالۍ د اکټوبر له 12مې تر 18مې نېټې پورې د برازیل د پارانا ایالت په «سائو ژوزه دوس پینهایس» ښار کې ترسره کېږی.
خبرپاڼه کې راغلی، په دغو سیالیو کې شپږ لوبډلې برخه اخلی چې د افغانستان د فوټسال ملی لوبډله په B ګروپ کې د جاپان او پیرو هېوادونو له ملی لوبډلو سره لوبېږی.
د دغو سیالیو په A ګروپ کې بیا د برازیل، اندونیزیا او کېپورد ملی لوبډلې برخه لری.
د فوټبال فدراسیون ویلی چې د برازیل په دغو سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملی لوبډلې د سفر او هوټل کې د اوسېدو ټول لګښتونه دوی ورکوی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.