
افغانستان د کریکټ په نړایوال جام کې د شاملیدو د غوراوي دریم پړاو ته ورسیده

» آژانس خبرگزاري افغان ايرکا
د کریکټ دنړایوال جام د غوراوي هغه سیالي چې د تنزانیا په هیواد کې ترسره کیږي د افغانستان ملی لوبډلي و کولایی شو چې خپلو ټولو لوبو په ګټلو سره دد غوسیالو د پاي لوبې ته ووځی .
هغه لوبه چې نن د افغانستان او ایټالیا د ملی لوبډلو ترمنځ ترسره شوه ، افغانستان و کولایی شو ه د ایټالیا غښتلی سیال په ۹۳ منډو مات کړی ، او پدی توګه یی وکولایی شو د کریکټ د نړایوال جام ، د غوراوي په دریم پړاو کې د شاملیدو حق ترلاسه کړی .
دغه لوبي به د ۲۰۰۹ کال په جنوری میاشت کې د ارجنتاین په هیواد کې د سیالو لوبډلو تر منځ ترسره شي .
ننی لوبه چې د افغانستان پرمحلی وخت یولس نیمو بجو پیل شوه ، د افغانستان کپتان نوروز منګل پچه و ګټله او خپله د لوبی د پیل پریکړه وکړه ، د افغانستان لخوا کریم صادق او احمدشاه لوبه پیل کړه ، خو یو ځل بیا د افغانستان د پیل لوبغاړو و نشوکړاﺉ چی دیو اوږد شراکت بنسټ د لوبډلي لپاره کیږدی.
د افغانستان لومړي لوبغاړی کریم صادق د ۷ په مجموعی سکور د ۳ نمرو جوړولو ورسته وسوځید .
دصادق تر سوځیدو ورسته اصغر ستانکزی لوبه پیل کړه . ستانکزی او احمد شاه د افغانستان مجموعی سکور تر ۴۷ ورساوه ، دغه مهال اصغر ستانکزی وسوځید ، اصغر په ۳۱ توپونو د دری ۴ او دوه ۶ وهلوسره ۳۳ نمری جوړي کړي .
د افغانستان دریم لوبغاړې کپتان نوروز منګل د ۸۶ په نمرو باند ی د ۱۵ منډو د جوړولو وروسته له میدان ووت .
څلورم لوبغاړی احمد شاه د ۵۴ غوره منډو جوړولو ورسته د ۱۲۵ په مجموعی سکور وسوځید .
د پنځم و شپږم ویکټ ترمنځ د احمدشاه او محمدنبی عیسی خیل ترمنځ ښه شراکت تر سترګو شو ، او د افغانستان مجموعی سکور یی تر ۱۹۴ ورساوه د غه مهال محمد نبی عیسی خیل د ۳۲ نمرو جوړولو ورسته له میدانه ووت .
دعیسی خیل وروسته د افغانستان ۶ لوبغاړی شفیق الله شفق په ۲۰۶ ، هستی ګل په ۲۱۷ ، سمیع الله شینواری په ۲۳۰ او رﺉیس احمدزی د ۶۸ د غوره لوبی وروسته د ویکټو تر د منډو په مهال وسوځید .
د افغانستان ورستی لوبغاړی دولت احمدزی د ۲۳۲ په مجموعی سکور وسوځید او په دی توگه حمید حسن یوی منډی په ترسره کولو تر پایه ونه سوځید .
د غرمی وروسته د ایټالیا هیواد لوبه پیل کړه د یو په مجموعی سکور د ایټالیا لومړی لوبغاړې په لومړنې اورکې وسوځید ، د ایټالیا د دویم او دریم ویکټ تر منځ ښه لوبه روانه وه او په دغه مهال داسی څرگندیده چې د ایټالیا لوبډله به په آسانی ټاکلی هدف ترلاسه کړي ، خو تر دي وروسته د ایټالیا دویم لوبغاړې د ۶۲ په مجموعی سکور – دریم ، څلورم او پنځم لوبغاړي یي په ۸۹ ، شپږم یی ۹۱ ، ووم او اتم یي په ۱۲۳ او ۱۲۴ ، نهم په ۱۳۵ او بالاخره وروستی لوبغاړې یی ۱۴۱ منډو وسوځید او په دی توگه افغانستان دغه لوبه په ۹۳ منډو وګټله .
د افغانستان لخوا حمید حسن ۳ ، دولت احمدزی ، نوروز منګل او احمد شاه یو یو لوبغاړی وساوځاوه .
د افغانستان رﺉیس احمدزی د لوبی غوره لوبغاړی و پیژندل شو.
سبا به د غو سیالیو د پای لوبه د افغانستان او هانګ کانګ هیوادونو ترمنځ ترسره شی . [ ٢٠ ميزان ]
نیکپا اولین مدال تاریخ افغانستان را برد٣١ اسد

» آژانس خبرگزاری افغان ایرکا
روح الله نیکپا، تکواندوکار زیر ۵۸ کیلوگرم کشورمان با پیروزی در مسابقه رده بندی به مدال برنز دست یافت.
این ورزشکار ۲۱ ساله در مسابقه رده بندی وزن خود خوان آنتونیو ...
[ ادامه ... ]
چین همچنان در صدر جدول مدال آوران المپیک ۲۰۰۸پکن قرار دارد٢٣ اسد

» آژانس خبرگزاری افغان ایرکا
چین میزبان بیست و نهمین دوره بازیهای المپیک ۲۰۰۸در پایان چهارمین روز ( سه شنبه شب ) این رقابتها با کسب مجموع ۲۰مدال شامل ...
[ ادامه ... ]
دونده زن افغان ، فرار کرد !٢٣ اسد

» آژانس خبرگزاری افغان ایرکا
تنها دونده زن و نماینده افغانستان در المپیک، محبوبه عهدیار که قرار بود در المپیک سال 2008 در پکینگ شرکت کند، از ایتالیا فرار کرد. به گفته مجله تایمز محبوبه عهدیار، 19 ساله، انتظار میرفت ...
[ ادامه ... ]
نتایج رقابت های روز سوم المپیک٢١ اسد

» آژانس خبرگزاری افغان ایرکا
در روز سوم رقابتهای المپیک پکن در 20 رشته کلی رقابت برگزار خواهد شد و ورزشکاران حاضر در 13 رقابت به مدال دست خواهند یافت.
تازه ترین نتایج از مهمترین رشته های ورزشی به شرح زیر ...
[ ادامه ... ]
قهرمانان به کشور بر گشتند١٤ جوزا

» آژانس خبرگزاری افغان ایرکا
کابل روز دوشنبه میزبان کرکت بازان افغانی بود که با کپ قهرمانی از رقابتهای بین المللی بریتانیا برگشته اند.
این ورزشکاران با استقبال گرم شماری از مردم، مسوولان دولتی و وکلای ...
[ ادامه ... ]
پس از سه برد نخستين شکست: درخشش کریکت نوپای افغانستان در جزيره جرزی٨ جوزا

» آژانس خبرگذاري افغان ايرکا
تیم ملی کریکت کشورمان که در مسابقات بین المللی جزیره جرزی بریتانیا شرکت کرده، در سه مسابقه پیاپی، به پیروزی رسید.
این تیم، روز دوشنبه در سومین ...
[ ادامه ... ]




