خبري کټګورۍ

متقی د چین له ځانګړی استازی سره د دوه اړخیزو اړتیا پر لا پراختیا خبرې کړی

متقی د چین له ځانګړی استازی سره د دوه اړخیزو اړتیا پر لا پراختیا خبرې کړی

د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیرخان متقی، د افغانستان لپاره د چین له ځانګړی استازی سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییز وضعیت او د ګډو همکاریو پر لا پراختیا خبرې کړی دی.

د ابوحنیفه نړۍوال نندارتون پرانیسته؛ ملا برادر: غواړو سرحدونه د اقتصادی مشارکت د وصل په  نقطو بدل کړو

د ابوحنیفه نړۍوال نندارتون پرانیسته؛ ملا برادر: غواړو سرحدونه د اقتصادی مشارکت د وصل په نقطو بدل کړو

د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال کابل کې د ابوحنیفه د نړیوال نندارتون د پرانستې پر مهال وویل، ا.ا د نیمګړو اقتصادی چارو د بشپړولو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو، سیمه ییز اتصال او سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې کوی؛ هغه د واخان اقتصادی او سوداګریز سړک د دغو هڅو یوه بېلګه وبلله او ویې ویل، افغانستان غواړی خپل سرحدونه د ګواښ پر ځای د اقتصادی مشارکت د وصل پر نقطو بدل او کورنیو تولیداتو ته سیمه ییز او نړیوال بازارونه پیدا کړی.

متقی: اسلام اباد پوځی چلند غوره کړی او کابل د هر ډول تېری پر وړاندې دفاع خپل حق ګڼی

متقی: اسلام اباد پوځی چلند غوره کړی او کابل د هر ډول تېری پر وړاندې دفاع خپل حق ګڼی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ اتمې غونډې ته ویلی، کابل غواړی له پاکستان سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړی، خو وایی اسلام اباد پوځی چلند غوره کړی او افغانستان د هر ډول تېری پر وړاندې دفاع خپل حق ګڼی؛ هغه د امنیت، اقتصاد، پانګونې، سیمه ییز اتصال او متوازن تعامل پر مهمو موضوعاتو هم خبرې کړې دی.

اروپایی ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوایی بریدونو کې د ملکی وګړو مرګ ژوبله وغندله

اروپایی ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوایی بریدونو کې د ملکی وګړو مرګ ژوبله وغندله

اروپایی ټولنې پر کونړ او هلمند ولایتونو د پاکستان په هوایی بریدونو کې د ملکی وګړو مرګ ژوبله غندلې او له افغانستان او پاکستانه یې غوښتی چې زغم وښیی او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړی.

دفاع وزارت: کامدېش ته د پاکستان په ملاتړ رااوښتی وسله وال سخت وځپل شول

دفاع وزارت: کامدېش ته د پاکستان په ملاتړ رااوښتی وسله وال سخت وځپل شول

د افغانستان دفاع وزارت وایی، پاکستان د افغانستان د ناامنۍ لپاره د وسله والو ډلو ملاتړ او هڅونه کوی او په دې لړ کې یې د نورستان د کامدېش پر لور څو ډلې رااستولې وې چې 28 کسان یې وژل شوی او 32 نور نیول شوی دی؛ دغه وزارت له هغو کسانو چې له دغو ډلو سره یوځای شوی، غوښتی چې له افغان ځواکونو سره اړیکه ونیسی او تسلیم شی.

مجاهد: د پاکستان تجاوزونو ته به د پرېکنده دریځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شی

مجاهد: د پاکستان تجاوزونو ته به د پرېکنده دریځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شی

د ا.ا ویاند وایی، پر کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو د پاکستان پوځی رژیم د تېرې شپې بریدونو کې څلور ملکی وګړی شهیدان شوی دی؛ د هغه په وینا، دا ډول «بې احتیاطه او کرکجن اقدامات» د افغان ملت غوسه پاروی او د پاکستانی نظامیانو لپاره به ناوړه پایلې ولری.

افغانستان او ایران د صادراتو، ترانزیټ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دی

افغانستان او ایران د صادراتو، ترانزیټ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی چې د دې خونې عمومی رییس په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدلی او دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د زیاتوالی او اقتصادی همکاریو په اړه خبرې کړې دی.

ایران افغانستان ته د 2000 مېګاواټه برېښنا د برابرولو چمتووالی ښودلی

ایران افغانستان ته د 2000 مېګاواټه برېښنا د برابرولو چمتووالی ښودلی

د افغانستان د امارتی شرکتونو عمومی رئیس د ایران د انرژۍ له وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا، څښاک اوبو او د فاضله اوبو د تصفیې په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړی او د ایران د انرژۍ وزیر افغانستان ته تر 2000 مېګاواټه برېښنا د برابرولو لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړی دی.