د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست په تهران کی له ظریف سره کتنه وکړه انځورونه
حنیف اتمر چی د یوه لوړ رتبه سیاسی ، اقتصادی او امنیتی پلاوی په مشرۍ تهران ته سفر کړی ، نن د اسلامی ایران له خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف کتنه او د بیلا بیلو موضوګانو په اړه خبرې اترې وکړې .
د ایرکا له راپور سره سم د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست حنیف اتمر چی د یوه لوړ رتبه سیاسی ، اقتصادی او امنیتی پلاوی په مشرۍ تهران ته سفر کړی ، نن د اسلامی ایران له خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف کتنه او د بیلا بیلو موضوګانو په اړه خبرې اترې وکړې .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی پرون د دغه سفر په اړه ویلی وو حنیف اتمر به په ایران کی په خپل دوه ورځنی شتون کې له خارجه وزیر او نورو چارواکو سره د کتنې په ترڅ کې د ایران او افغانستان د جامع ملګرتیا د سند د کاری ډلو په چوکاټ کې د بیلا بیلو موضوګانو په اړه خبرې اترې وکړی .



