افغانستان

نبیل: هغه سوله چې د پاکستان له لاري راځي د افغانستان په خیر نه ده،داسې سوله نه غواړو، چې سپین بیرغ په کې په تور بدل شي

ولسمشرۍ ته نوماند او د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، ټول افغانان سوله غواړي، خو داسې سوله چې باغزته، تل پاتې وي نه داسې سوله چې یوه اوونۍ وي....

جمعه 8 وږی 1398   09:49:13 AM

سهیل شاهین: د سولې خبرو کې پرمختګ شوی خو نن به هم دوام ولري

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي د طالبانو او امریکا تر منځ د تېرې شپې خبرو کې هم پرمختګ شوی او نن به هم دا خبرې دوام ولري....

جمعه 8 وږی 1398   09:47:55 AM

ناټو: له سولې وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوو

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، دوی به له طالبانو سره د سولې تر هوکړې وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي....

جمعه 8 وږی 1398   09:46:18 AM

د کابل ښاروالي د هوايي ډګر پر سړک د ونو د پرېکولو د تخلف په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړه

د کابل ښاروالي د حامد کرزي هوایي ډګر پر سړک د ونو د پرېکولو د تخلف په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړه....

جمعه 8 وږی 1398   09:40:23 AM

ولسمشرغني د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا او مشرۍ سعودي عربستان ته سفر وکړ

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي ، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به په دې سفر کې د الحرمین الشریفین له خادم ملک سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره جلا جلا کتنې وکړي....

يکشنبه 3 وږی 1398   19:09:38 PM

د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق له ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ سره یو ځای شو

جهادي مشر او د اسلامي وحدت ګوند رهبر محمد محقق د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ له ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ سره یوځای شو...

يکشنبه 3 وږی 1398   19:06:55 PM

عبدالله: د ملي یوالي حکومت په دوه کې یې له زغمه کار اخیستی، کنه نو اوس به د نظام په نوم څه نه و

د افغانستان د جمهوري ریاست اجرائیه رئیس او د ثبات اوهمپالنې ټاکنیز ټکټ مشر وایي، چې که د ملي یووالي حکومت په دوره کې یې له ډېر زغم او حوصلې څخه کار نه وایي اخیستی اوس به د نظام په نوم هیڅ هم نه وو....

يکشنبه 3 وږی 1398   19:04:03 PM

د را پورونو پر بنسټ امریکا او طالبانو پر ۱۴میاشتنې موقت حکومت هوکړه کړې

الجزیرې ټلویزون داسي راپور خپور کړی چې له مخې یې قطر کې د امریکا او طالبانو مذاکراتي ټیمونو په افغانستان کې د ۱۴میاشتنې موقت حکومت، په جوړیدو هوکړه کړې ده....

يکشنبه 3 وږی 1398   19:02:51 PM

طالبانو د موقت حکومت د جوړیدو په تړاو د الجزیرې له خوا خپور شوی خبر بې بنسټه بللی

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ، د الجزېرې ټلويزيون هغه راپور رد کړی چې پر بنسټ یې، په افغانستان کې د موقت حکومت, د جوړيدو خبر ور کړل شوی و....

يکشنبه 3 وږی 1398   19:01:49 PM

افغانستان کې دوه امریکايي پوځیان وژل شوي

ناټو د پېښې د ځای په اړه څه نه دي ویلي خو نیوزویک وايي چې د پنتاګون سرچینو ورته ویلي چئ دا دوه امریکايي ترهه گر پوځیان د امریکا خاص ځواکونه وو او دواړه د ننګرهار په اچین ولسوالي کې په مرمیو لګېدلي او وژل شوي دي....

پنج شنبه 31 زمری 1398   19:06:52 PM

کرزی وویل امریکا له کلونو راهیسې افغانان غولوی

نوموړي ویلي، پر امریکا هیڅ باور نه شي کولی، ځکه د دغه هېواد په ۱۹ کلن شتون کې افغانانو د جګړې ډېره لویه بیه پرې کړه، خو ترهګری په افغانستان کې لا ډېره شوه....

پنج شنبه 31 زمری 1398   18:45:05 PM

محمد محقق له عبدالله عبدالله سره يوځای شو

جهادي مشر او د اسلامي وحدت ګوند رهبر محمد محقق د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ له ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ سره یوځای شو...

پنج شنبه 31 زمری 1398   18:43:14 PM

ولسمشر غني: د ترهګرو ډلو ځالې له منځه وړل کیږي د دې لپاره زمونږ مبارزه دوام لري

د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان ولسمشر غني د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت ملت ته وینا کې ویلي، که داعش ترهه ګره ډله په ختیځ، شمال او مرکز هر ځای کې وي، جرړې به یې وباسي او هیڅ رحم به پرې ونه کړي....

دوشنبه 28 زمری 1398   19:56:06 PM

ننګرهار کې پرله‌پسې چاودنې؛ ۱۹ کسان ټپیان دي

د نن سهار له شاوخوا اتو بجو راهیسې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې پرله‌پسې شپږ چاودنې شوي چې له امله یې ۱۹ کسان ټپیان شوي دي....

دوشنبه 28 زمری 1398   19:53:31 PM

د افغانستان د انتخاباتو په هکله د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند دریځ

په قطر کښې د طالب ډلې د سیاسي دفتر ویاند وویل: کوم حکومت چې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو په نتیجه کښې جوړ شي، په دغه هیواد کښې د جنګ د دوام په معنا دی....

يکشنبه 27 زمری 1398   13:08:51 PM

طالبان په افغانستان کښې د ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کیدو مخالف دي

په قطر کښې د طالب ډلې د سیاسي دفتر ویاند د افغانستان د انتخاباتو په نتیجه کښې جوړ شوی حکومت د جنګ د دوام په معنا وباله....

يکشنبه 27 زمری 1398   13:07:13 PM

په افغانستان کی د ایران سفارت د کابل ترهه ګره چاودنه وغندله

په افغانستان کی د ایران سفارت په یوه بیانیه کی د دغې ترهه ګرې حملې د ژوبلو کسانو لپاره د سلامتیا په هیلې سره له افغان ملت او دولت سره پیوستون څرګند کړ ....

يکشنبه 27 زمری 1398   13:05:17 PM

غني: امنیتي ځواکونه به له جنایت کاره تروریستانو څخه د بې ګناه وګړو د هر څاڅکي وینې غچ واخلي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار د ودونو په یوه تالار کې د تېرې شپې خونړي برید په غبرګون کې په ټینګار سره ویلي چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به له جنایت کاره تروریستانو څخه د بې ګناه وګړو د هر څاڅکې وینې غچ واخلي او د دې پیښې د عامیلینو د ځپلو او موندلو لپاره به ټولو امکانات په کار واچوي....

يکشنبه 27 زمری 1398   12:30:22 PM

طالبانو د کابل ښار د ودونو تالار کې، د تېرې شپې خونړی برید وحشیانه او ظالمانه عمل بللی

قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دغه پیښه غندلي او یو وحشیانه او ظالمانه عمل یې بللی دی....

يکشنبه 27 زمری 1398   11:29:46 AM

د کابل د ودونو په یوه تالار کې د تیرې شپې خونړي برید، ۶۳ کسان وژلي

کورنیو چارو وزارت وایي د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړونده سیمه کې د شهر دوبي په نوم د ودنو په تالار کې تېره شپه ناوخته بمي چاودنې ۶۳ کسان وژلي او ۱۸۲ تنه یې ټپیان کړي دي....

يکشنبه 27 زمری 1398   11:21:41 AM

ایران او افغانستان د انرجۍ په برخه کښې ملګرتیا پراخول غواړي

د ایران د انرجۍ مرستیال وزیر او د افغانستان د اوبو او انرجۍ وزیر د انرجۍ په برخه کښې د دوه اړخیزې ملګرتیا د پراختیا لارې چارې وڅیړلې....

شنبه 26 زمری 1398   17:33:41 PM

محقق: ښايي د سولې او اعتدال ټاکنیز ټکټ غړي نورو ډلو ته ولاړ شي

وروسته له هغه چې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د «سولې او اعتدال» ټاکنیز ټکټ په مېنځ کې د اختلافاتو خبرونه ورکړل شول، د یاد ټکټ دوهم مرستیال وایي، وروستۍ پرېکړې ته په تمه دی او ښايي تر پرېکړې وروسته له ملګرو سره یو ځای نورو ډلو ته مخه کړي....

پنج شنبه 24 زمری 1398   10:52:46 AM

طالبانو دصدر ابراهیم د وژل کېدو په اړه د ګډ حکومت ادعا رد کړې

د ګډ حکومت چارواکو تېره شپه ادعا کړې وه، چې د طالبانو د نظامي کميسيون مشر صدر محمد ابراهيم د کندهار خاکرېز او شاه ولي کوټ ولسواليو ترمنځ دښته کې له خپلو ملګرو سره په هوايي برید کې وژل شوی، خو طالبانو دغه ادعا په کله رد کړې ده....

پنج شنبه 24 زمری 1398   10:51:54 AM

دافغانستان پوځیان باید خپله قوه استعمال کړی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی امنیتی ځواکونو ته سپارښته کړی ده چې دقوې کارول د امنیتی او دفاعی ځواکونو اصلی دنده ده او د سولې دتړون تر تصویبیدا پورې په جدی ډول خپلې دندې ترسره کړی....

پنج شنبه 24 زمری 1398   10:44:48 AM

ارگ، د خلیل الله فروزي د خوشي کیدو په اړه د رحمت الله نبیل ادعا بې بنسټه او یو کمپایني حرکت بولي

ولسمشرۍ مانۍ ارګ، د ملي امنیت د پخواني رئیس او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل هغه ادعا بې بنسټه او یو کمپایني حرکت بللی چې له مخې یې پر ولسمشر غني تور پورې شوی وو چې خلیل الله فروزي یې د ۳۰ میلیونه ډالرو په بدل کې له زندانه خوشی کړی دی....

پنج شنبه 24 زمری 1398   10:43:42 AM

سرور دانش: له طالبانو سره د سولې خبرې تر ټاکنو وروسته پیلیږي

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایي حکومت له طالبانو سره تر ټاکنو وروسته د سولې خبرې پیلوي....

پنج شنبه 24 زمری 1398   10:42:15 AM

د ازبکستان له لوري د طالب پلاوي تود هرکلی د افغان حکومت له تند غبرګون سره مخ شوی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ازبکستان هېواد له لوري د طالب پلاوي دغسي رسمي هر کلی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو لپاره د زمینه سازۍ په مانا نه ده....

شنبه 19 زمری 1398   23:59:22 PM

د آیت الله العظمی شیخ محمد آصف محسني د فاتحې او دعا مراسم په ارګ کې ترسره شول

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د مرحوم آیت الله شیخ محمد آصف محسني د فاتحې او دعا په مراسمو کې چې نن تر غرمې مخکې د جمهوري ریاست د دلکشا ماڼۍ جامع جومات کې ترسره شول، ګډون وکړ....

شنبه 19 زمری 1398   23:57:26 PM

ابراهیم الکوزی: اشرف غني قانون ماتوونکی دی

د ولسمشري ټاکنو نوماند ابراهیم الکوزي ولسمشر محمد اشرف غني په قانون ماتولو تورن کړ او ويې ويل، د دولت جوړوونکې ټاکنيزې ډلې مشر په وروستيو ګمارنو غواړي له دولتي امکاناتو په ټاکنيزو سيالیو کې ګټه واخلي....

جمعه 18 زمری 1398   10:37:52 AM

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ازبکستان ته تللی دی

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د چهارشنبې په ورځ (زمري ۱۶مه) په خپل ټویټر لیکلي، د طالبانو د دې پلاوي هرکلي ته دافغانستان لپاره، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت ایرګاشیف هوايي ډګر ته ورغلی دی....

جمعه 18 زمری 1398   10:36:33 AM