افغانستان

په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې له رخصتۍ وروسته بیا پیل شوې

د قطر په دوحه کې د طالب استازیو او امریکایي پلاوي تر منځ خبرې د مبارکې روژې د یوې ورځې رخصتۍ وروسته بیا پیل شوې....

سه شنبه 17 غوایی 1398   18:00:14 PM

د شمالي ولایتونو پر امنیتي وضیعت د جنرال دوستم نیوکه

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ګواښ کوي که‎چېرې د شمال د خلکو په ځانګړې تګه جوزجان امنیتي ستونزو ته پاملرنه ونه شي، د خلکو له همکارۍ سره به په دې اړه په خپله پرېکړه وکړي....

سه شنبه 17 غوایی 1398   17:59:01 PM

خلیلزاد د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیرې سره د افغانستان د سولې پر روان بهیر غږېدلی

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې زلمي خلیلزاد د دغو هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې سره لیدلي او په دې کتنه کې یې د افغانستان د سولې بهیر په اړه هغې معلومات ور کړي دي....

سه شنبه 17 غوایی 1398   17:51:21 PM

په خوست ښار کې دوه بمي چاودنو ۷ کسان ټپیان کړي

خوست امنیتي مسوولین وایي، دیکشنبې پر ورځ( د غویی ۱۵) ماسپښین مهال په ښار کې له لومړۍ حوزې سره نږدي دوه بمي چاودنې رامنځته شوې، چې د یوه پولیس په ګډون یې شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان کړي دي....

يکشنبه 15 غوایی 1398   19:36:16 PM

مسلمیار: وسلوال طالبان او حکومت دې اوربند وکړي

د مشرانو جرګې رييس له وسلوالو طالبانو او حکومت څخه غوښتي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د خلکو د غوښتنې له مخې اوربند ته غاړه کیدي....

يکشنبه 15 غوایی 1398   19:34:12 PM

د بغلان ولایت پر امنیه قومندانۍ وسلوال برید د بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسید

کورنیو چارو وزارت ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ( د غویی ۱۵) غرمه مهال د بغلان ولایت پر امنیه قومندانۍ وسلوالو بریدکوونکیو برید وکړ، چې ماښام مهال د ټولو بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی....

يکشنبه 15 غوایی 1398   18:49:49 PM

ديني عالمانو د روژې مياشت کې د اوربند غوښتنه وکړه

په ختیځو ولایتونو کې یو شمېر دینې عالمانو د یوې خبرې ناستې پرمهال پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د روژې په مبارکه مياشت کې اوربند اعلان کړي....

يکشنبه 15 غوایی 1398   10:04:53 AM

غني: مننه چې جرګه مو بریالۍ کړه، تاسې لاره وټاکله اوس یې په توکل د خدای عملي کوو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د پکتیا، پکتیکا، لوګر او خوست ولایتونو له مشرانو سره د لیدنې پرمهال ویلي، ” تاسې لاره وټاکله اوس یې په توکل د خدای عملي کوو او د وطن لپاره هره عمده پرېکړه ان که زما د سر په قېمت هم وي تطبیقوو. سوله راتلونکې ده او په ګډه به دا وطن جوړو”....

يکشنبه 15 غوایی 1398   10:02:30 AM

خلیلزاد په یوه تازه ټویټ کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د جګړې ښکېلې غاړي دې وسلې پر ځمکه کیږدي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټویټ کې ویلي چې د سولې بهیر پایله دا ده چې د جګړې ښکېلې خواوې دې وسلې پر ځمکه کیږدي، د دې لپاره چې تاوتریخوالی را کم شي نو ښکېل اړخونه باید وسله پر ځمکه کیږدي، ځکه دا یو اخلاقي او مسولانه انتخاب دی....

يکشنبه 15 غوایی 1398   10:01:25 AM

تادین خان: د دندې له پیله مو د طالبانو پر وړاندې له زغمه کار اخیستی، خو دغه خلک د زړه سوي نه دي

د کندهار د امنیې قومندان جنرال تادین خان وایي، چې د وسله والو پرضد يې د خپلې دندې د پيل راهیسې له زغمه کار اخیستی، خو له دې وروسته به امنیتي قواووې د وسله والو پرضد جدي غبرګون وښيي....

يکشنبه 15 غوایی 1398   10:00:46 AM

طالبانو د صلحې د مشورتي لوې جرګې وړاندیزونه رد کړل

د طالب ډلې ویاند په وروستي پریکړه لیک کښې د صلحې د مشورتي لوې جرګې وړاندیزونه رد کړي دي....

شنبه 14 غوایی 1398   16:15:15 PM

جمهوررئیس غني: هیواد ته د کډوالو باعزته راستنېدل د سولې په چوکاټ زموږ یو ملي لومړیتوب دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر په ایران، پاکستان او اروپا کې د افغان مهاجرینو له استازو سره وکتل. په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې ناصر واعظي په ایران کې د افغان مهاجرو په استازیتوب خبرې وکړې او د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو د ستاینې ترڅنګ یې وویل، هیله من یم چې موږ هم له سولې برخمن شو....

شنبه 14 غوایی 1398   16:12:45 PM

د سولې مشورتي لویه جرګه پای ته ورسېده

د سولې مشورتي لویه جرګه د یو، پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده. د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو، د افغان سولې په اړه، په وروستۍ پنځمه ورځ خپلې غوښتنې او نظرونه په یوه پرېکړه لیک کې له افغان حکومت سره شریکې کړې....

شنبه 14 غوایی 1398   16:07:08 PM

پکتیا کې طالبانو د ملي پوځ د یوه سرتیري مېرمن او زوی وژلي

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وویل چې، تېره ورځ مازدیګر مهال د پکتیا ولایت احمدخېلو ولسوالۍ د حسن خېلو په سیمه کې د وسله والو طالبانو یوه ځایي قوماندان قاري عزیز یوه مېرمن د هغې له ۱۳ کلن زوی نثار سره یو ځای په دې تور وژلي چې خاوند یې په ملي پوځ کې دنده ترسره کوي....

شنبه 14 غوایی 1398   16:04:46 PM

ولسمشر: ۱۷۵ طالب بندیان خوشی کوو، اوس به د طالبانو ځواب هم وګورو

ولسمشر محمد اشرف غني پرون جمعه د سولې مشورتي لویې جرګې پای غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې، افغان حکومت د روژې په درناوي او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوې دوستانه او انساني ډالۍ په توګه په لسګونو طالب بندیان خوشي کوي....

شنبه 14 غوایی 1398   16:03:49 PM

ولسمشر: ما خو ملت ته سپين چک ورکړ، طالبان دې کار ته حاضر دي؟

د سولې مشورتي لویه جرګه چې له طالبانو سره د سولې خبرواترو لپاره د چوکاټ او حدودو د تعینولو په موخه په کابل کې جوړه شوې نن جمعه له غرمې مخکې پای ته ورسېده....

شنبه 14 غوایی 1398   16:01:19 PM

د مشورتي لویې جرګې په اړه د اجراییه ریاست په شمول سیاسيونو او طالبانو غبرګونونه ښودلي

د سولې مشورتي لویه جرګه چې پرون جمعه پای ته ورسېده، ګډنوالو یې ۳۲ مادیزه پرېکړه لیک ولسمشر غني ته وړاندې کړ. ولسمشر غني دا پرېکړه لیک د دولت کړنلاره وبلله، خو دا جرګه د اجراییه ریس عبدالله عبدالله په شمول د سیاسي مشرانو او وسله والو طالبانو له غبرګون سره مخ شوه....

شنبه 14 غوایی 1398   15:57:49 PM

د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د مشرتابه پلاوی بشپړ شو

له دوه ورځو بحثونو او کار وروسته بالاخره د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د مشرتابه پلاوی بشپړ شو....

چهار شنبه 11 غوایی 1398   17:23:48 PM

ولسمشرغني: د والیانو تحلیل او وړاندیزونه دې جدي ونیول شي

افغان ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د هیواد د ۳۴ ولایتونو والیانو سره په کتنه کې د ولایتونو په اړه د دوی تحلیل او وړاندیزونه واورېدل....

چهار شنبه 11 غوایی 1398   17:22:16 PM

عبدالله عبدالله: خبریالان د «دولتي چارواکو» لخوا تهدیدیږي

د خبریالانو لپاره د مرګونې او وېرجنې ورځې یاد غونډه نن سه شنبه د یک تلویزیون په تالار کې ترسره شوه چې، د اجراییه ریس داکتر عبدالله عبدالله، ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، لوی څارنوال محمد فرید حمیدي، دولتي چارواکو او رسنیو د مسؤلینو په شمول د شهید شویو ژورنالیستانو د کورنیو غړو پکې ګډون درلود....

چهار شنبه 11 غوایی 1398   17:20:29 PM

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو شپږم پړاو نن پیلیږي

ټاکل شوې نن چهار شنبه په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو شپږم پړاو پیل شي....

چهار شنبه 11 غوایی 1398   17:19:02 PM

عبدالرب رسول سیاف: هیڅ یوه مشر طالبانو ته د دښمن خطاب نه دی کړی

د دعوت اسلامي ګوند مشر او د افغانستان د جهاد او مقاومت مخکښ غړي عبدالرب رسول سیاف نن د مشورتي لوېې جرګې په پرانیستغونډه کې د وینا پر مهال وویل:” هیڅ یوه مشر طالبانو ته د ښمن خطاب نه دی کړی، هرکله چې راځي پخیر دې راشي هیڅوک یې مخالف نه دي”....

دوشنبه 9 غوایی 1398   16:02:11 PM

ولسمشر غني: د دې لپاره چې سوله تعریف او خطوط یې مالوم شي تاسي مو راغوښتي یاست

د افغانستان ولسمشر غني نن دوشنبه د ثور میاشتې په ۹ مه د سولې مشورتې لویې جرګې را بلل شوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې تاسې مو د دې لپاره را غوښتي یاست چې سوله تعریف کړئ او د سولې لپاره خطوط مالوم کړئ....

دوشنبه 9 غوایی 1398   15:49:57 PM

ولسمشر غني عبدالرب رسول سیاف دریځ ته و باله او د جرګې د مشرۍ په کرسۍ یې کښیناوه

د افغانستان ولسمشر غني نن دوشنبه د ثور میاشتې په ۹ مه د سولې مشورتې لویې جرګې را بلل شوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې تاسې مو د دې لپاره را غوښتي یاست چې سوله تعریف کړئ او د سولې لپاره خطوط مالوم کړئ....

دوشنبه 9 غوایی 1398   15:48:04 PM

په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه پرانستل شوه

په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې پر ورځ( د غویی ۹) له طالبانو سره د خبرو لپاره د سرې کرښې د ټاکلو په موخه جوړه او رسماً پرانستل شوه. ...

دوشنبه 9 غوایی 1398   15:46:38 PM

د طالبانو ترهګرې ډلې د استخباراتو مسول تېره شپه په کابل کې ونیول شو

کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو د ځانګړې قطعې منسوبینو تېره شپه د کابل ښار د پنځمې ناحېې په کمپنۍ سیمه کې د طالبانو استخباراتي کس نیولی دی....

دوشنبه 9 غوایی 1398   15:44:37 PM

پخواني ولسمشر کرزي له حکومته غوښتي چې د سولې مشورتي لویه جرګه و ځندوي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی وایي چې له دې اړخه اندیښنه لري هسې نه چې د سولې مشورتي لویه جرګې د سولې د خبرو د خنډ او ځنډ لامل شي....

دوشنبه 9 غوایی 1398   15:43:53 PM

د افغانستان د خلکو د جهاد د بریا د اوه ویشتمې کالیزې په مناسبت پیغام

د غوايي د میاشتې اتمه د افغانستان د خلکو د برحقه جهاد د بریالیتوب له اوه ویشتمې کالیزې سره برابره ده، په دې ورځ د افغانستان پر ازادۍ او دین مینو ولسونو سرو لښکرو ته ماتې ورکړه او د برحقه جهاد حماسي بریا يې د نړۍ په تاریخ کې ثبت کړه....

دوشنبه 9 غوایی 1398   10:14:12 AM

عبدالله له خلیلزاد سره لیدنه کې: حکومت د سولې بهیر کې همکار دی

د حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله نن یک‎شنبې(د غويي په ۸مه نېټه) د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې د عادلانه سولې تامین په موخه د ښاغلي خلیلزاد له هڅو درناوی کړی....

يکشنبه 8 غوایی 1398   12:51:10 PM

غزني کې له زرګونو فارغانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

په غزني کې د دولسمو ټولګیو له زرګونو فارغانو پوهنتونونو ته د جذب لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه....

يکشنبه 8 غوایی 1398   09:56:37 AM