افغانستان

خلیلزاد کابل ته را رسیدلی او په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو تازه جزئیات یې له ولسمشر غني سره شریک کړي دي

د ارګ له لوري خپر ه شوې خبر پاڼه وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون ماښام ناوخته له ولسمشر غني او نورو حکومتي لوړ پوړو چارواکو سره د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د شوو خبرو تازه جزئیات شریک کړي دي....

دوشنبه 8 سلواغه 1397   22:53:06 PM

اشرف غني : طالبان له ټولو تروریستي ډلو سره اړیکه لري

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهورئیس محمد اشرف غني وایی، طالبان له ټولو پيژندل شوو ترهګریزو ډلو سره اړیکه لري....

شنبه 6 سلواغه 1397   23:27:45 PM

قطر به نن د شپږمې ورځې لپاره هم د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې د خبرو اترو کوربه وي

طالبانو ته یوې نږدې سرچینې چې نوم یې نه دی اخیستل شوی رسنیو ته ویلي، امریکايي استازي او د طالب مرکچي پلاوي، د دې پړاو د خبرو اترو په پنځمه ورځ هم دوی له امریکايي لوري سره خبرې کړې دي....

شنبه 6 سلواغه 1397   23:26:02 PM

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د ولسمشر غني د فرمان له مخې عزل شو

نن پنجشنبه د سلواغې په ۴ مه د ملي یوالي حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د افغانستان د جمهوري ریاست د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ځانګړي فرمان له مخې عزل شو....

پنج شنبه 4 سلواغه 1397   15:41:36 PM

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان وپېژنئ

د افغانستان د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۸ کسانو نوم لیکنې کړې دي. دلته یې په لنډو در پېژنو. ...

چهار شنبه 3 سلواغه 1397   18:56:33 PM

د صلحې له رامنځته کېدو وروسته امريکې ته د افغانستان په نه ضرورت د عبدالله تاکيد

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائي مشر وويل، هېواد يې د صلحې له رامنځته کېدو وروسته نور د امريکې فوځي شتون ته ضرورت نه لري....

چهار شنبه 3 سلواغه 1397   18:42:19 PM

طالبانو د ملا يعقوب د وژلو راپورونه رد کړل

وسله والو طالبانو د خپلې ډلې د مرستيال ملا يعقوب د وژل کېدو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي....

چهار شنبه 3 سلواغه 1397   18:32:09 PM

د ګرځنده ټیلیفونو د لګول شوو کارتونو له درکه نږدې ۱۴ میلیارد افغانۍ را ټولې شوې دي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر: له ۱۳۹۴ کال څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې نږدې ۱۴ میلیارد افغانۍ د ګرځنده ټیلیفونو د مصرفي کارتونو له درکه مالیات راټول شوي دي....

چهار شنبه 3 سلواغه 1397   18:20:42 PM

د میدان وردګو، هلمند، کندهاراو ارزګان په ولایتونو کې ګڼ شمېر طالب جنګیالي وژل شوي دي

د ائتلاف ځواکونو له رسنیز دفتر څخه خپره شوې خبر پاڼه وایي، د میدان وردګو ولایت په میدانښار سیمه کې یې د دولت پر وسله والو مخالفینو دوه هوایي حملې کړې او په پایله کې یې ۹ وسله وال وژلي دي....

چهار شنبه 3 سلواغه 1397   18:19:49 PM

د طالبانو ویاند پرټویټر لیکلي، له امریکايي پلاوي سره د طالب استازو خبرې نن هم دوام کوي

طالبانو ویلی چې په قطر کې به‌ د وی د استازو خبرې اترې له امریکايي پلاوي سره نن چهارشنبه هم دوام وکړي....

چهار شنبه 3 سلواغه 1397   18:18:30 PM

د بامیانو په ولایت کې د ژمنۍ لوبې ( سکي) سیالۍ وشوې

د بامیانو په ولایت کې د ژمنیو لوبو( سکي ) د نمانځغونډې په دوهمه ورځ، د سکي لوبو سیالي ترسره شوې....

سه شنبه 2 سلواغه 1397   21:21:11 PM

ملي امنیت: په میدان وردګو ولایت کې پروني ځانمرګو بریدونو ۳۶ تنه وژلي او ۵۸ نور یې ټپیان کړي دي

د افغانستان ملي امینت ریاست په میدان وردګو ولایت کې د تېرې ورځې د تلفاتو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده او پکې ویل شوي چې په دغو ځانمرګو بریدونو کې ۳۶ تنه وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي دي....

سه شنبه 2 سلواغه 1397   21:20:00 PM

ثواب الدین مخکښ د قومي او مذهبي برابرۍ د نقض په جرم په بند محکوم شو

ثواب الدین مخکښ د چارو ادارې یو لوړ پوړی مدیر او په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتي ټیم غړی، د قومي او مذهبي برابرۍ د نقض په جرم په ۲ کلن بند محکوم شو....

دوشنبه 1 سلواغه 1397   23:15:27 PM

په میدان وردګو ولایت کې د ملي امنیت پر یوې سیمه ییزې قطعې موټربم برید شوی

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر رسنیو ته ویلي، نن ‘دوشنبه، سلواغه ۱’ په میدانښار کې د ملي امنیت پر یوه سیمه ییزه قطعه موټربم برید شوی....

دوشنبه 1 سلواغه 1397   23:14:41 PM

طالب چارواکو رسنیو ته ویلي چې نن د قطر په دوحه کې د امریکا له ځانګړي استازي سره لیدنه کتنه لري

د طالب چارواکو له قوله رسنیو ته داسي راپورونه رسیدلي چې د طالبانو مرکچي پلاوی نن په قطر کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ګوري....

دوشنبه 1 سلواغه 1397   23:13:39 PM

اوسني افغان ولسمشر اشرف غني هم له خپلو مرستیالانو سره د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د نوم لیکنې په ورستۍ ورځ خپل نوم ثبت کړ

اوسني افغان ولسمشر محمد شرف غني نن د مرغومې په ۳۰ ولسمشریزو ټاکنو ته د نوم لیکنې په ورستۍ ورځ نوم لیکنه وکړه....

يکشنبه 30 مرغومی 1397   15:21:28 PM

عبدالله عبدالله د اسلامي جمعیت ګوند د نوماند په توګه نن د نوم لیکنې په ورستۍ ورځ، د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو انتخاباتو ته ځان نوماند کړ

داکټرعبدالله عبدالله د اسلامي جمعیت ګوند د نوماند په توګه نن د مرغومې میاشتې په ۳۰ را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته له خپلو مرستیالانو اسدالله سعادتي او عنایت الله فرهمند سره ولسمشریزو ټاکنو ته نوم لیکنه وکړه....

يکشنبه 30 مرغومی 1397   15:20:46 PM

اسلامي جمعیت ګوند د ولسمشرۍ په را روانو ټاکنو کې له ډاکټرعبدالله عبدالله څخه ملاتړ کوي

د اسلامي جمعیت ګوند د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنوکې د دغو ګوند له مخکښ غړي او د اوسني حکومت له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د نوماند په توګه ملاتړ کړی دی....

شنبه 29 مرغومی 1397   22:10:34 PM

طالبانو د اسلام اباد غونډې په اړه رپوټونه رد کړل

طالب ډله په پاکستان کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د دغې ډلې د استازو لیدل یوه ګنګوسه او شایعه بولي....

شنبه 29 مرغومی 1397   15:05:13 PM

غني به په ولسمشرۍ ټاکنو کې له څلور کسیز ټکټ سره نوم لیکنه وکړي

د ولسمشر غني ټاکنیزه ډله هم بشپړه شوه او ټاکل شوې چې په راتلوونکو ولسمشیزو ټاکنو کې له درې هم ډلي ولري....

شنبه 29 مرغومی 1397   15:03:48 PM

ولسمشرۍ ټاکنې؛ ګلبدین حکمتیار هم نوم لیکنه وکړه

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن (شنبه د مرغومې ۲۹ مه)له غرمې وروسته په رسمي توګه د راتلوونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم‎لیکنه وکړه....

شنبه 29 مرغومی 1397   15:02:50 PM

ولسمشر غني ته نږدې سرچینې وایي، د ولسمشرۍ په را روانو ټاکنو کې امرالله صالح د محمد اشرف غني لومړی مرستیال ټاکل کیږي

ښاغلي غني ته یوې نژدې سرچینې ویلي، ولسمشر به د یکشنبې په ورځ له خپلو دوو مرستیالانو سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د نوم ‌لېکنې په موخه و خوځیږي....

جمعه 28 مرغومی 1397   12:01:42 PM

ولسمشر غني له عمران خان سره د ټیلیفون پر کرښه غږیدلی دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د ټیلیفون پر کرښه غږیدلی....

جمعه 28 مرغومی 1397   12:00:43 PM

د افغانستان د ملي امنیت د پخواني سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم نن نوم لیکنه کوي

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر نن د کابل په کابل سټار هوټل کې د غونډې پر مهال خپل ټاکنیز ټیم معرفي کړی نوموړي ویلي چې تر اوسه د افغانستان د ۳۰ سیاسي احزابو او جریانونو ملاتړ له ځان سره لري....

جمعه 28 مرغومی 1397   11:57:45 AM

د سولې خبرو په اړه د طالبانو دریځ په اړه د سولې عالي شورا غبرګون

د سولې عالي شورا د طالبانو د وروستۍ خبرپاڼې په غبرګون وایي، د طالبانو موخه فشار راوړل او د سولې خبرو کې امتیاز اخېستل دي....

پنج شنبه 27 مرغومی 1397   09:31:40 AM

طالبانو او امریکا یو بل ګواښلی دی

زلمی خلیلزاد وایي، که چېرې طالبان د خبرو اترو مېز ته نه راځي او جګړه انتخاب کړي، نو امریکا ورسره جګړه کوي...

پنج شنبه 27 مرغومی 1397   08:36:05 AM

د افغانستان معترضو نوماندانو وویل د کابل د ټاکنو اعلان شوې پایلې نه منو

د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې روان کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه خو په کندهار کې بیا د لړم پر پنځمه ترسره شوې...

پنج شنبه 27 مرغومی 1397   08:32:27 AM

هرات کې د زعفرانو لومړنی انسټیټیوټ جوړېږي

په هرات ولایت کې د زعفرانو د انسټیټیوټ ودانۍ د بنسټ ډبره ايښودل شوې ده. د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا ودانۍ چې د ۸۵.۸ ملیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي د زعفرانو لپاره به د ترویج، تحقیق او بازار موندنې امورات پکې تر سره کېږي....

پنج شنبه 27 مرغومی 1397   08:28:48 AM

نورالحق علومي هم د جمهوري رياست ټاکنو ته ځان کانديد کړ

د کورنيو چارو پخواني وزير نورالحق علومي نن په رسمي توګه له خپلو مرستيالانو بشير بېژن او محمد نعيم غيور سره يو ځای د جمهوري رياست راتلونکو ټاکنو ته د كانديد په توګه نومليکنه وکړه....

پنج شنبه 27 مرغومی 1397   08:26:36 AM

طالبانو امریکا ته خبر داری ورکړی، ویلې یې دي چې که امریکا د خپلو عسکرو پر وتلو تمرکز ونکړي نو له واشنګټن سره به خپلې اړیکي وځنډوي

د طالبانو له لوري اعلامیه خپره شوې ده او پکې ویل شوي دي چې که امریکا د مذاکراتو پر اصلي بحث چې د دوی د ځواکونو وتل دي تمرکز ونکړي، له واشنګتن سره به تماسونه پرې کړي....

پنج شنبه 27 مرغومی 1397   08:24:30 AM