Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61139
تاریخ انتشار : يکشنبه 29 سلواغه 1396 ساعت : 18:37:59

دغزې تړانګې په پولوکې وحشی صهونیسټانوڅلور فلسطینیان شهیدان او ټپیان کړل

د صهونیسټ رژیم دوهم ټیلیویژنی چینل هم اعلان کړی ، یو صهونیسټی پوځی چې پرون په غزې تړانګې کې دخان یونس په ختیځی پولو کې دچاودنې له امله ټپی شوی ؤ ، هلاک شوی دی .

فارس خبری آژانس راپور ورکړ دصهونیسټ رژیم   دوحشی پوځ ټانکونو نن سهار وختی  په غزې تړانګې کې  د رفح سرحدی سیمې سره نزدې  پر فلسطنیانو درندې ډزې وکړې چې  له امله ئې  سالم  محمد صباح  او عبدا.... آیمن  ابوشیخة  په نامو سره دوه ځوان فلسطنیان شهیدان او دوه نور هم ټپیان شول .

 د تیریګر صهونیسټی رژیم  پوځ مدعی دی ، چې  په رفح ښار کې یو شمیر فلسطنیان  دغزې تړانګې پولې  دیوال  ته  نزدې کیدل چې  دټانکونو په وسیله پرې برید وشو .

 له بلې خوا د صهونیسټ رژیم  دوهم ټیلیویژنی چینل هم اعلان کړی ،  یو صهونیسټی پوځی چې  پرون  په غزې تړانګې کې  دخان یونس  په ختیځی پولو کې  دچاودنې له امله  ټپی شوی ؤ ، هلاک شوی دی .

 دفلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوی  داؤد شهاب  هم  دخان یونس  دپیښې په غبرګون  کې وئیلی دی ،  دخان یونس  عملیات  دغزې تړانګې  په ضد دصهونیسټانو  د  ورځې  د جنایتونو په غبرګون کې  یوه عادی پیښه وه او دغه عملیات  په غزې تړانګې کې   له پرله پسې یرغلونو سره   دمقابلې لپاره د فلسطین دمقاومت  ددفاعی چمتووالو او سریزو په چوکاټ کې  ترسره کیږی .


  د افغان ایرکا خبري آژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.