Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61167
تاریخ انتشار : سه شنبه 8 کب 1396 ساعت : 16:48:48

دلبنان حزب الله دامریکا فیصله وغندله

ایرنا خبری اژانس وایی د لبنان اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله په یوې(۱) بیانیې کښې قدس ته دامریکا د سفارت د انتقال د وخت ټاکلو ته په غبرګون کښې ددغه فیصلې پرضد د نړۍ د پتیالیو او داسلامی او عربی ملتونو د اغیزشیندونکواقداماتو غوښتنه وکړه .

دامریکا ځینو حکومتی چارواکو په تیرې جمعې ورځ ویلی وو  د روان میلادی کال د می دمیاشتې په څوارلسمه(۱۴) د  نکبت یعنی د اسرائیلو دجعلی رژیم د جوړیدا په ورځ به  په قدس ښار کښې سفارت پرانیزی .

د لبنان حزب الله غورځنګ پرون په یوې(۱) بیانیې کښې وویل د روان میلادی کال دمې دمیاشتې په څوارلسمه(۱۴) نیټه قدس ته دامریکا دسفارت د انتقالول لپاره د نیټې د ټاکلو فیصله دهغو اقداماتو بشپړول دی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پیل کړی او حزب الله دغه اقدام د قدس د یهودی کولو او دفلسطین دموضوع دهیرولو  په دوام کښې ګڼی .

دلبنان اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مقاومت او انتفاضه د نیواکی ټاټوبو د ازادولو یوازنۍ(۱) لاره وبلله او زیاته یې کړه په رسمی سویه د ځینو عربو هیوادونو ملګرتیا امریکا قدس ته د سفارت د انتقالولو  او ددغه چارې  په ګړندی کولو  کښې فیصلې ته وهڅوله .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیر میلادی کال د دسمبر په شپږمه (۶)نیټه له پراخو نړیوالو او سیمه ییزو مخالفتونو سره سره ویلی وو واشنګټن قدس د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندی .

قدس له ۱۹۶۷ میلادی کال راهسې د اسرائیلو په نیواک کښې دی .

سعودی عربستان، متحده عربی امارات، اردن ، کویت ، بحرین ، مصر  او نور ډیر عرب هیوادونه چې دیکتاتور رژیمونه پکښې واکمن دی له امریکا سره ملګرتیا لری او  د واشنګټن له هیڅ فیصلې سره مخالفت نشی کولای .


  د افغان ایرکا خبري آژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.