Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61190
تاریخ انتشار : جمعه 11 کب 1396 ساعت : 13:04:30

طالبانو د افغان حکومت د سولې طرحه "توطیه" وبلله

وسله والو طالبانو د افغان حکومت د سولې طرحه رد کړه او هغه یې یوه توطیه وبلله.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دا طرحه د دوی د تسلیمۍ په معنا ده او دوی له جګړې څخهنه ویریږي.

همداشان قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند همویلي چې ناټو، اورپایي ټولنه او نړیوال سازمان باید د "ماشومانه" حرکتونو پر ځای د دوی دفتر کې د سولې خبرې پیل کړي.

د ملي وحدت حکومت تیره ورځ د کابل بهیر دویمه ناسته کې طالبانو لپاره خپله د سولې طرحه وړاندې کړه.

په دې ناسته کې له ۲۵ د زیاتو هیوادونو او بنستونو استازو ګډون کړی و، چې ټولو د افغان حکومت سولې له بهیره ملاتړ اعلان کړ.

ګډونوالو د هغو ډلو پر وړاندې له جګړې هم ملاتړ وکړ، چې سولې ته غاړه نه ږدي او دا خبر د ناستې په اعلامیه کې هم ذکر شوه چې که چیرې طالبان سوله ونه کړي، نو له منځه به یوړل شي.

طالبانو بیا په وار وار افغان حکومت سره له خبرو ډډه کړې او ټینګار یې کړی چې دوی یواځې له امریکا سره خبرې کوي.


  خبرگزاری افغان ایرکا

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.