Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61370
تاریخ انتشار : يکشنبه 27 کب 1396 ساعت : 10:07:42

سرچینه: د بیت المقدس په اړه امریکا له خپلې پرېکړې په شاشوه

د فلسطینیانو د پرله پسې اعتراضونو او خونړیو لاریونو نه وروسته یوې سرچینې ویلي، چې امریکا په اوس وخت کې له خپلې هغې پرېکړې په شاشوې ده، د کومې له مخې چې یې خپل سفارت بیت المقدس ته لیږداوه.

فلسطینیانو ویلي، چې د امریکا ددې پرېکړې په وړاندې به د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ مقاومت کوي او هیڅ چا ته به اجازه ور نه کړي، چې په دغه مسئله کې یو طرفه ګام پورته کړي.

په همدې مهال د امریکا حکومت ته نیږدې سرچینو ویلي، چې د اوس وخت لپاره امریکا نه غواړي خپل سفارت بیت المقدس ته ولیږدوي او ښاېي ولسمشر ټرمپ په خپله دغه پرېکړه له سره غور وکړي.

له نن څخه سل ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه جنجالي وینا کې اعلان وکړ، چې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت پيژني کومه پرېکړه چې په پراخه توګه په اسلامي نړۍ،د ملګرو ملتونو عمومي  اسامبلۍ او اروپايي اتحادیې لخوا په سختو ټکو وغندل شوه او امریکا یې له سیاسي انزوا سره مخ کړ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.