Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61558
تاریخ انتشار : دوشنبه 13 وری 1397 ساعت : 15:56:54

د ترکیې ولسمشر د اسرائیلو پرضد توند غبرګون وښوده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د اسرائیلو لخوا په غزه کې د قتل عام د ترسره کولو په سخت غبرګون ښودلی او ددغه هېواد لومړی وزیر نتنیاهو یې د ترهګرو ملاتړ کوونکی بللی دی.

اردوغان د تیرې جمعې د ورځې راهیسې په غزه کې د اسرائیلو لخوا روان قتل عام  چې په ترڅ کې  ۱۷ تنه بې ګناه فلسطینیان وژل شوي او له ۱۶۰۰ زیات ټپیان شوي دي سخت غبرګون وښود او د اسرائیلو حکومت يي وغنده.

ښاغلي اردوغان د اسرائیلو د نوموړو  بې رحمانه  او انساني ضد بریدونو په تړاو د نوموړي هیواد په لومړي وزیر غږ کړې چې:« اې نتنیاهو! ته ډير کمزوری او غریب انسان یې، په دولتي کچه تروریزم خپروۍ، په غزه او بیت المقدس کې ماشومان او بې دفاع خلک وژنۍ، د نړیوالو پرېکړو په اساس ملامته یاست او که بیا هم د مظلومو انسانانو له زورولو لاس وانخلئ ستاسو پرضد به زمونږ نظر همداسې توند وي.»

نوموړي دغه راز ویلي، چې د اسرئیلو له اتومي وسلو څخه څوک نه ویریږي او زیاته کړې یې ده، چې اسرائیلي دولت د نړیوالو د سترګو په وړاندې ماشومان وژني.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.