Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61588
تاریخ انتشار : پنج شنبه 16 وری 1397 ساعت : 18:55:30

د ورځې کابو ۵۰۰ تنه افغان کډوال په ناقانونه توګه ترکیې ته ځي

د ورځې کابو ۵۰۰ تنه افغان کډوال هڅه کوي چې په ناقانونه توګه ترکیې ته واوړي.

د ترکیې د ملي امنیت ریاست د چهارشنبې په ورځ وویل چې یوازې په تېرو درې میاشتو کې، کابو ۲۰ زره  افغان کډوال په ناقانونه توګه ترکیې ته رسېدلي دي.

د شمېرو له مخې په تېرو درېیو میاشتو کې ۱۷ زره او ۸۴۷ افغان کډوال په ناقانونه توګه د ترکیې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي.

ویل کېږي ډېر شمېر افغان کډوال غواړي د ترکیې له لارې پرمخ تللو اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.

د ترکي رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، د امنیتي ځواکونو موندنې ښيي چې ډېری افغانان د استانبول د کوکا مصطفي پاشا سیمې په اصطلاح امن کورونو کې چې د هغه میاشتنۍ کرایه ۳۰۰ ډالره ده اوسېږي.

ډېری دغه پناه غوښتونکي د فحشا له ګواښ سره مخ دي او یا هم هڅول کېږي چې په ناقانونه کړنو لکه غلا، ګدايي لاس پورې کړي په اسټانبول کې د پیسو له سپما څخه وروسته د هغوی ډېری هڅه کوي ترڅو د یونان له لارې بلغارستان ته ورسېږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.