Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61656
تاریخ انتشار : چهار شنبه 22 وری 1397 ساعت : 23:23:39

د سعودي او فرانسې ترمنځ د اتلس ميلياردو ډالرو هوکړې وشوې

د سعودي وليعهد محمد بن سلمان فرانسې ته تللی او هلته يې د دغه هېواد له ولسمشر سره د اتلسو ميلياردو ډالرو په ارزښت شل هوکړې کړي دي.

بن سلمان په پاريس کې د فرانسې د ولسمشر ايمانويل ماکرون سربېره د لبنان له لومړي وزير سعد حریري او د مراکش له پاچا محمد شپږم سره هم لنډه ناسته کړې ده.

د سعودي عربستان رسنيو تر اوسه د فرانسې او سعودي ترمنځ د شوو هوکړې نور جزيات نه دي ورکړي، خو زياتوي، چې دغه اتلس هوکړې ټولې اقتصادي دي.

تر دې وړاندې د سعودي د تېلو شرکت «ارامکو» ويلي و، چې د فرانسې د ټوټل شرکت په گډون له درې نورو سترو شرکتونو سره يو شمېر هوکړې شوي دي.

د سعودي وليعهد فرانسې ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال د فرانسې له ولسمشر سره دوه ځله وليدل او له هغه سره يې د شلو اقتصادي هوکړو د لاسليکولو سربېره د منځني ختيځ په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي په پاريس کې د لبنان له لومړي وزير سعد حریري او د مراکش له پاچا محمد شپږم سره هم لنډه غیر رسمي ناسته کړې ده.

د لبنان لومړي وزير په خپل ټويټر کې د درېواړو مشرانو انځور خپور کړی، چې په خپلو شخصي جامو کې ناست دي.

د  عربي چارو کارپوهان وايي، چې د دغه انځور د خپرولو لامل دا کېدای شي، چې د ایران او حزب الله له لوري هغه تورونه رد شي، چې سعد حریري په سعودي کې خپله استعفا د سعودي د فشار له امله ورکړې وه.

د تېر کال په ډسمبر کې د لبنان لومړي وزير د سعودي عربستان له پلازمېنې رياض څخه خپله استعفا اعلان کړه، خو هغه مهال د لبنان ولسمشر مشیل عون، ایران،حزب الله او يو شمېر نورو ډلو ويلي و، چې حريري دغه هوکړه د سعودي د فشار له مخې کړې او هغه مهال هم د فرانسې د ولسمشر مداخلې دغه کړکېچ په پای ته رسولو کې مهم رول لوبولی و.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.