Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61657
تاریخ انتشار : چهار شنبه 22 وری 1397 ساعت : 23:26:58

د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۲۵۷ پوځیان وژل شوي

نن د چهارشنبې په ورځ په الجزایر هیواد کې یوه پوځي الوتکه تر پرواز لږ ګړی وروسته ولوېده چې له امله یې د دولتي رسنیو په وینا ۲۵۷ تنه عسکر او د الوتکې عمله وژل شوي دي.

پيښه د پلازمینې جنوب ته په دیرش کیلومترۍ کې هغه مهال را منځته شوه کله چې الوتکه د «بوفاریک» په نامه هوايي اډې څخه پورته شوه او لږ ګړی وروسته یې اور واخیست او پر ځمکه را وغورځېده.

ددې تر مخه د الجزایر تلویزوني شبکو ویلي وه چې په الوتکه کې شاوخوا ۱۰۰ کسه پوځیان سپاره وه. او ځینو تر دې زیات هم ښودلی وه، خو د الجزیرې د راپور سره سم په الوتکه کې ۲۵۷ تنه سپرلي وه چې ټول وژل شوي دي.

د الوتکې د نوعیت په اړه ویل شوي چې روسي جوړ «الیوشین ۷۶» الوتکه ده چې د عسکرو او لوجستیکي عملیاتو لپاره کاریږي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم په الجزایر کې ورته پيښې را منځته شوي، په ۲۰۱۶ کې د یوې چورلکې د غورځېدو له امله ۱۲ عسکر ووژل شول او د هغه تر مخه په ۲۰۱۴ کې ۷۷ عسکر او د هغوی د کورنیو غړي په یوه ورته پېښه کې ووژل شول.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.