Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61659
تاریخ انتشار : پنج شنبه 23 وری 1397 ساعت : 11:21:36

تر ۲۷ زره پورې افغان کډوال ترکیې ته اوښتي دي

د ترکیې د ولسمشر د ویاند مرستیال بکیر بوزداغ ویلي افغان کډوال ترکیې ته په راتلونکو کډوالو کې تر ټولو لوړه شمېره جوړوي.
دده په خبره د ترکیې حکومت پرېکړه کړې، چې د افغانستان په ګډون، د ایران، پاکستان او نورو هېوادونو غیر قانوني کډوال ونیسي او بېرته یې خپلو هېوادونو ته واستوي.
دده په خبره همدا تېره میاشت تر ۲۵۰۰ پورې افغان کډوال ترکیې ته ننوتلي دي. ترکي رسنۍ وایي چې روان کال تر دې دمه تر ۲۷ زره پورې افغان کډوال ترکیې ته اوښتي دي او هڅه کوي له هغه ځایه اروپايي هېوادونو ته واوړي.
همدا روانه اونۍ هم ترکیې ۲۵۰ غیر قانوني کډوال افغانستان ته را واستول. د ترکیې حکومت ویلي چې د کډوالو د ایستلو دا لړۍ به روانه وي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.