Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61677
تاریخ انتشار : شنبه 25 وری 1397 ساعت : 11:14:11

د ټرمپ له امر سره سم پر سوريې هوايي بريدونه پيل شول

د امريکا ولسمشر ټرمپ په يوې تازه ويډيو کې ويلي چې د سوريې د کيمياوي وسلو پر تاسيساتو يې د بريدونو امر ورکړ.

ټرمپ وويل، دغه بریدونه پر عامو خلکو د بشارالاسد د کيماوي بريدونو ځواب دی، غواړي چې د کيمياوي وسلو توليد ځايونه له منځه يوسي زیاتوي دغه بريدونه يې د فرانسې او برتانيې په همغږۍ او د هغوی په مرسته پيل کړي دي.

هغه وايي: “د فرانسې او برتانيې د وسله والو ځواکونو ګډ عمليات پيل شول او زه له دواړو هېوادونو مننه کوم.”

که څه هم روسيې پر سوريې د میزايلو د شنډولو خبرداری ورکړی و خو د دمشق نه راپورونه وايي چې د ځينو چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.

رويټرز ته ځايي سرچينو ويلي، چې نن سهار په دمشق کې د شپږو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د اسکای نیوز د امریکايي مسئولينو له قوله ليکلي: چې سل يا له دې هم زيات توغندي په پوځي مرکزونو لګېدلي دي.

تر اوسه په دې بريدونو کې د تلفاتو خبرونه نه دي ورکړل شوي.

د سوريې پوځ د متحده ايالتونو د پوځي بريدونو په وړاندې غبرګون وکړ. په 03:55 نېټه، د سوريې په ځينو ځايونو کې شاوخوا 110 توغنديو توغندي توغول شوي، چې زياتره يې د هوايې دفاع له امله ويجاړ شوي او يا هم ګوښه شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.