Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61686
تاریخ انتشار : شنبه 25 وری 1397 ساعت : 16:00:33

روسیې پر دمشق د امریکا د بریدونو په اړه غبرګون ښودلی دی

په امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف ویلي، پر دمشق برید مخکې له مخکې جوړ شوی پلان و او ددې برید د بدو پایلو پړه به د واشنګټن، لندن او پاریس پر غاړه وي.
دغه روسي ديپلومات ویلي تر برید وړاندې یې خبرداری ورکړی، چې پر سوریه د امریکا برید به د روسیې له غبرګون سره مخ شي، خو امریکا یې هېڅ خبرداري ته توجه نه ده کړې.
هغه همدا راز اندېښنه څرګنده کړې چې په سیمه کې به تاوتریخوالی ډېر شي او ددې هر څه پړه به د امریکا، فرانسې او برېتانیا پر اوږو وي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.