Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61687
تاریخ انتشار : شنبه 25 وری 1397 ساعت : 16:08:15

ملګرو ملتونو پر سوریې د امریکا د برید په اړه غبرګون ښودلی دی

ددغه سازمان مشر انتونیو ګوتریش ویلي ښکېلې خواوې دې په سوریه کې له زغم کار واخلي. د ګوتریش په خبره دغه مسئله باید په پوره حوصله او د خبرو له لارې حل شي.
امریکا، برېتانیا او فرانسې نن سهار په حمص، دمشق او حماه بریدونه وکړل. د راپورونو له مخې تر دې دمه له ۱۰۰ تر ۱۲۰ پورې توغندي د امریکا له لوري پر دغه ښارونو توغول شوي دي.
 امریکا ویلي چې پر سوریې د برید لومړۍ جوپه پای ته رسېدلې ده. د امریکايي چارواکو په وینا په دغه بریدونو کې، ځينې هوايي ډګرونه په نښه شوي دي. خو سوریې بیا دغه راپورونه رد کړي دي. د سوریې رسنیو ویلي، چې دوی ۱۵ توغندي دفع کړي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.