Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61701
تاریخ انتشار : دوشنبه 27 وری 1397 ساعت : 09:03:10

حسن نصرالله: د سوريې حالات به د امريکې او اسرائيلو په ګټه بدل نه شي

د لبنان د حزب الله مشر وويل، صهيونېسټ رژيم په سوريې کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لار کشې نوي خنډونه رامنځته کړي دي چې پکار دي د سوريې له حکومت مونږ ملګرتيا لا زياته او مضبوطه کړوو.

سيد حسن نصرالله پرون د لبنان د البقاع سيمې په انتخاباتي اجتماع کښې د وېډيو کانفرنس له لارې په خپله وېنا کښې وويل: که ځينې دا ګمان کوي چې کېدې شي په سوريې کښې حالات د امريکې، اسرائيلويا نورو خواو په ګټه بدل شي نو پوه دې شي چې په توهم کښې پراته دي.

د لبنان د حزب الله مشر واضحه کړه چې د غوطې دوما سيمې ته د کېميائي وسلو د پراختيا د منعې د ادارې د تحقيقاتي ټيم له رسېدو نه مخکې په سوريې د امريکې حمله له مخکې نه پلان شوې وه.

د لبنان د حزب الله مشر زياته کړه، امريکه او فرانسه پوهېدل چې په دوما کښې د کېميائي وسلو استعمال له يوې ډرامې نه زيات څه نه دي او په همدې وجه يې په بيړې سره په سوريې حمله وکړه.

حسن نصرالله وويل، د ځينو عربو هېوادونو او صهيونېسټۍ لابۍ د تحرکاتو باوجود په سوريې د حملې محدودوالے د مقاومت د محور په قوت د امريکې د اعتراف او همدارنګ له يوې پراخې مقابلې څخه د ويرې په معنا ؤ چې د ختمېدو امکان به يې دومره اسان نه ؤ او ټوله سيمه به پکښې سوزېدلې وه.

د لبنان د حزب الله مشر دا خبره په ګوته کړه چې د فوځ، ملت او مقاومت له معادلې نه بغېر له اسرائيلي دښمن په مقابل کښې د لبنان د ملاتړ لپاره بل څه آپشن نشته او دا يو سټراټيجک ځواب دے چې د لبنان ملت او حکومت يې دښمن ته په اختيار کښې لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.