Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61741
تاریخ انتشار : شنبه 1 غوایی 1397 ساعت : 09:11:51

فلسطین: د تیرې ورځې په لاریونونو کې۴ تنه ووژل شول او سلګونه نور ټپیان دي

د فلسطینيانو له لوري د څو اونیو راپه دیخوا پیل شوي لاریونونه لا هم روان دي، چې تر اوسه پکې لسګونو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور ټپيان دي.
د فلسطبن د روغتیا وزارت وایي؛ د تیرې ورځې په لاریونونو کې ۴ تنه فلسطینیان ووژل شول او ۴۴۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
که څه هم اسرایلي ځواکونو تر لاریون وړاندې د فلسطینیانو پر خیمو له هوا څخه ګواښوونکي اخطارونه وشیندل چې که د دوی سرحدونو ته ور نږدې شول، په نښه به شي، خو بیا هم زرګونو قهرجنو لاریونوالو د اسرایلو سرحد ته نږدې پراخ لاریون وکړ.
لاریونوال له تیرو څو اونیو راپه دیخوا غواړي چې د امنیت شورا دد ۱۹۴ پریکړې تر مخه دې فلسطیني کډوال خپلو هغو ځمکو ته بیرته ور وګرځي چې اسرایلو په ۱۹۷۶ کې په زور ترې نیولې.
فلسطینیانو په نني لاریون کې همداراز غوښتل چې
د غزې ۱۱ کلنه محاصره دې هم ماته شي.
شاوخوا څلور اونۍ کیږي چې دا لاریونونه روان دي چې په کې تر اوسه ۳۹ تنه وژل شوي او ۳۵۰۰ تنه نور ټپیان دي.
بل پلو اسرایلي ځواکونو په لویدیځه اشغال شوې غاړه کې
د نابلس سیمې اړوند د بورین په نامه ښارګوټي کې د فلسطینیانو اړوند د زیتونو ۱۰۰ ونې پریکړې.
فلسطینانو دا کار دوی ته لویه ضربه بللې او غندلی یې دی.

په اشغال شوې غاړه کې نږدې ۵۰۰ زره یهودیان میشت دي او په قدس شریف کې هم تر ۲۲۰ زره یهودیان ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د قوانینو تر مخه د دې کورنیو شتون هلته غیر قانوني دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.