Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61747
تاریخ انتشار : شنبه 1 غوایی 1397 ساعت : 12:41:50

چین: د افغان پوځ د تجهیز په برخه کې همکاري او مرسته کوو

د چین لوی درستیز د هېواد د ملي امنیت شورا له سلا کار حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې هېواد یې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې پر دوام ټینګار کوي او همدا راز غواړي د افغانستان د سولې او ثبات په اړه سیمه ییزه اجماع نوره هم پياوړې شي.
د چین لوی درستیز لي زوچیګ ویلي، د افغانستان امنیت د ټولې سیمې لپاره مهم دی او دوی تیار دي چې په دې برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
دده په وینا چین له افغانستان سره خپلې نظامي اوسیاسي همکارۍ لا پراخوي او د افغان پوځ په تجهیز کې مرسته کوي.
په دې لیدنه کې حنیف اتمر د چین له پخوانیو نظامي مرستو مننه کړې او د لا ډېرو مرستو غوښتنه یې کړې ده. هغه همدا راز ویلي چې د چین په مرسته د هېواد د ملي پوځ په چوکاټ کې د یوې غرنۍ لیوا جوړول اړین کار دی او له چین یې غوښتي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
اتمر ویلي چې افغانستان د ترهګرۍ ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او د سیمې هېوادونو ته په کار ده، چې په دې برخه کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.