Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61778
تاریخ انتشار : سه شنبه 4 غوایی 1397 ساعت : 11:01:46

کاناډا: په موټر وهلو برید کې ۲۵ تنه مړه او ژوبل شول

د افغانستان په وخت شپه او د کاناډا په وخت تیره ورځ یوې موټروان ۲۵ کسان په موټر وهلو مړه او ژوبل کړل.
د کاناډا پولیسو ویلی چې ټورنټو ښار کې د دغه برید له کبله ۹ تنه مړه او ۱۶ ژوبل شوي دي.
پولیسو ویل چې سپین موټر هغه مهال دغه شمیر کسان ووهل کله چې سرک سرک څخه د پلي مزل کوونکو په لار ګڼه ګوڼه باندې وخوت.
د پولیسو مرستیال ویلی چې برید هغه مهال شوی چې ددوی افسران د غرمې په ډوډۍ خوړلو بوخت ول.
یوه عینی شاهد تور پورې کړی چې موټروان په قصدي توګه خلک په موټر وهل.
کاناډایی رسنیو ویلي چې موټروان نیول شوی او تحقیقات ترې روان دي.
د کاناډا رادیو تلویزون ویلي چې نیول شوی موټروان أليك ميناسيان نومیږی او عمر یې ۲۵ کاله دی.
حکومتي چارواکو دغې راډیو ته ویلي چې نیول شوی الیک میناسیان هیڅ ترورستي ډلې سره تړاو نه لري.
وروستیو کلونو کې غربي هیوادونو کې په ملکیانو بریدونه زیات شوي، خو تراوسه چې هر بریدګر نیول شوی او مسلمان ختلی نو د ترورست نوم او دعوه یې پرې کړې او که مسلمان نه دی ختلی نو بیا یې عادي خبر بللې ده.
که څه هم عینی شاهدانو دې پیښه کې موتروان په قصدي ټکر شاهدي ویلې ده خو تراوسه دا نده معلومه چې آیا له نامسلمان ثابتیدو وروسته به د ترورست په تور محاکمه شي او که د عام مجرم په تور؟!.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.