Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61822
تاریخ انتشار : جمعه 7 غوایی 1397 ساعت : 16:32:46

د جنوبي او شمالي کوریا د مشرانو تاریخي لیدنه

د شمالي او جنوبي کوریا مشرانو موافقه وکړه چې د کوریا ټاپووزمی د اټومي وسلو نه پاک کړي، خو دا ندي ویل شوي چې څنگه کیدای شي دغه هدف ته ورسیږي.

د شمالي کوریا مشر کیم جونگ اون، ددې هیواد لومړنی مشر دی چې د دوو کوریاگانو د ١٩٥٣ میلادي د جگړې وروسته جنوبي کوریا ته سفر کوي.

د لیدنې کتنې وروسته د دواړو کوریاو مشرانو په یوه گډه اعلامیه کې د جمعې په ورځ تائید کړه چې د هغوی وروستی هدف “د اټومي وسلو نه لرونکې کوریا ده چې د اټومي وسلو د بشپړه خلع کولو” له لارې به ترلاسه شي”.

د دوو کوریاو مشرانو چې د یوې لسیزې وروسته یې د لومړي ځل لپاره سره لیدنه کتنه کوله همداشان اعلان وکړ چې هغوی د دغو دوو هیوادونو ترمنځ د دایمي سولې په لټه کې دي.

د جنوبي کوریا د مقاماتو په وینا د شمالي کوریا مشر کیم جونگ اون، او د جنوبي کوریا جمهور رئیس مون جائه اِن، د یو بل سره “جدي” خبرې درلودې چې په کې د کوریا ټاپوزومي خلع سلاح او د دواړو هیوادونو ترمنځ تلپاتې سوله شامله وه.

د جنوبي کوریا جمهور رئیس د شمالي کوریا د مشر له قوله ویلي چې “مونږ باید دغه فرصت ته ارزښت ورکړو چې د دوو کوریاو ترمنځ زخمونه ورغیږي.”


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.