Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61830
تاریخ انتشار : شنبه 8 غوایی 1397 ساعت : 16:17:05

ناټو: دا د طالبانو مسوولیت دی، چې روانه جګړه پای ته ورسوي

ناټو وايي دا د طالبانو مسوولیت دی، چې نور په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي. ناټو تېره ورځ تر ناوخته پورې د افغانستان په اړه د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه لرله. د یادې غونډې په خبرپاڼه کې راغلي، چې ناټو د افغان حکومت ملاتړ او مرستو ته ادامه ورکوي. په خبرپاڼه کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر دوام هم ټينګار شوی دی. ناټو له طالبانو غوښتي چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي او دا ددوی مسوولیت دی چې هلته روانه جګړه ودروي. ناټو له پاکستان هم غوښتي چې د افغانستان په سوله کې مثبت رول ادا کړي، د ترهګرو امن مرکزونه له منځه یوسي او په رښتینې توګه د جګړې د خمتولو ژمنه وکړي. په دې غونډه کې همدا راز له ایران او روسیې هم غوښتل شوي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغان حکومت ملاتړ وکړي او د سولې په پروسه کې رول ادا کړي. د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال پر ټاکنو هم ټینګار کړی دی او پر افغان حکومت یې غږ کړی چې د ټاکنو لپاره دې تیار وي. د ناټو غړو هېوادونو یو ځل بیا ژمنه کړې چې د افغان ځواکونو روزنې، تجهیز او ملاتړ ته به ادامه ورکوي. ناټو د افغانستان د سولې له پروسې هم ملاتړ څرګند کړی دی او ویلي یې دي، چې د افغانستان د سولې په اړه د یوې قوي سیمه ییزې اجماع رامنځ ته کېدل به هلته جګړې ختمې کړي او سولې ته به لار هواره کړي. ناټو همدا راز د ملي یووالي له حکومت غوښتي چې د اصلاحاتو په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.


  د افغان ایرکا خبري آژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.