Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61844
تاریخ انتشار : يکشنبه 9 غوایی 1397 ساعت : 12:58:51

ترمپ بلاخره د شمالي کوریا له مشر سره ګوري

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، دونالډ ټرمپ وایي چې تر راتلونکو درېیو یا څلورو اونیو پورې به د شمالي کوریا له مشر سره وګوري.

د دې خبر له اعلان مخکې د سویلي کوریا ولسمشر له خپل امریکایي سیال سره ټلیفوني خبرې وکړې څو د شمالي کوریا له مشر سره د خپلې لیدنې پایلې شریکې کړي.

د سویلي کوریا د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر وایي چې، ټرمپ ددې هیواد ولسمشر ته د یادې وروستۍ لیدنې د پایلې په اړه مبارکي ویلې ده .

دواړو لورو سره ژمنه کړې چې له نېږدې به سره یو ځای کار کوي څو د کوریا ټاپو له اټومي وسلو پاکه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سویلي کوریا ولسمشر دفتر وايي چې پیونګ یانګ به د مي زیږدیزې میاشتې پر دوهمه چې دوه ورځې وروسته پيلږي د بهرنیو څارونکو تر څار لاندې د هستوي وسلو تولید مرکزونه بند کړي.

دا خبره د سویلي کوریا مشر، مونجه‎این او د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اونګ ترمنځ تر لیدنې وروسته چې د جمعې پر ورځ یې د دواړو کوریا پر پوله کلي کې سره ولیدل خپریږي. دا کلی د وسلو تش دی.

تېره اوونۍ د دوو کوریا ترمنځ له لیدنې مخکې ویل شوي وو چې پیونګیانګ به خپلو هستوي وسلو ازموینه دروي او د تولید مرکزونه بې تړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.