Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61866
تاریخ انتشار : سه شنبه 11 غوایی 1397 ساعت : 13:54:27

دایران اسلامی جمهوریت اټومی تړون ته پاې بند دی

ایرنا خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی دایران پرضد د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو نوی تبلیغاتی ډرامې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ دایران اسلامی جمهوریت اټومی تړون ته پاې بند دی .

هغې په دې خبرې سره چې داټومی انرژۍ نړیوال اژانس تراوسه په لسو(۱۰) راپورونو کښې اټومی موافقې ته دایران پاې بندۍ تائید کړی ده وویل دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو داسې هیڅ ثبوت چې وښی ایران د اټومی موافقې خلاف ورزۍ کړی ده نه دی وړاندې کړی .

د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی د اټومی انرژۍ نړیوال اژانس دایران په اټومی پروګرام یوازنۍ څارونکی اداره وبلله او جوته یې کړه اټومی تړون په حقایقو د څارنې او د حقیقت دمعلومونې پراساس ولاړ دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.