Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61901
تاریخ انتشار : يکشنبه 16 غوایی 1397 ساعت : 13:27:53

روسیه: د افغانستان شمال د نړیوالو ترهګرو په نوي مرکز د بدلېدو په حال کې دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اولیګ سیرومولوتوف وایي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو پراختیا د اندېښنې وړ ده.
د دغه روسي ديپلومات په خبره همدا اوس په ټول افغانستان کې دداعش ډلې له څلورو تر لسو زرو پورې وسله وال فعالیت کوي، چې له دې ډلې نیمايي یې په شمالي ولایتونو کې حضور لري. دده په خبره د افغانستان شمال د نړیوالو ترهګرو په نوي مرکز د بدلېدو په حال کې دی.
نوموړي ویلي په عراق کې د ماتې خوړلو داعشیانو په ګډون د بېلو هېوادونو وګړي افغانستان ته راغلي او هلته د دولتي موسسو او د ځينو هېوادونو د استخباراتي کړیو تر مستقیم ملاتړ لاندې خپل فعالیتونه تنظیموي.
هغه د یادو دولتي موسسو او هېوادونو نوم نه دی اخیستی. دده په خبره دغه ډلې په افغانستان کې یو امن مرکز جوړوي او د ټولې سیمې لپاره یې فعالیتونه د اندېښنې وړ دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.