Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61912
تاریخ انتشار : دوشنبه 17 غوایی 1397 ساعت : 09:23:00

په کشمیر کې یو ځل بیا د هندي ځواکونو د ظلمونو په خلاف لاریونونه پیل شول

د هند پوځیانو ددغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې  یو اعتراض کوونکی ځوان په بوږنوونکي ډول   له ګاډي لاندې کړ.

د هند دپوځي ځواکونو له خوا د کشمیر د خلکو د وژلې په زیاتیدو او د  هغوي له خوا په یو زلمي د ګاډي له ورخیږولو وروسته  په دغه سیمه کې د  اعتراضونو نوې څپې راولاړې شوې.

په وروستۍ یوه میاشته کې  لږ ترلږه شل  کشمیري ځوانان د هندي ځواکونو په نیغ په نیغه ډزو وژول شوې او کابو درې سوه ژوبل شوې دي.

هند کلونه کیږي چې تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کې یې  په زرګونو پوځیان  ځای پر ځای کړې او په تیرو دیرشو کلونو کې یې  اته شپيته زره کسان وژلې دي.

د کشمیر خلک د کشمیر د برخلیک د معلومولو لپاره په دغه سیمه کې د  ټول پوښتنې د ترسره کولو لپاره د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک د اجرا کیدو غوښتنه کوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.