Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61913
تاریخ انتشار : دوشنبه 17 غوایی 1397 ساعت : 09:26:44

ترکیې یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال راشړلي دي

ترکیې افغان او سوریايي کډوال خپلو هېوادونو ته شړلي چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل.
د ترکیې دولتي خبري اژانس وايي په شړل شویو کې ۳۲۴ افغان کډوال دي چې د ترکیې په ایزمیر ایالت کې نیول شوي وو.
اژانس وايي دا ټول کډوال د انساني قاچاقو پر ضد د ترکیې په بېلابېلو برخو کې د پولیسو په عملیاتو کې نیول شوي وو.
انساني قاچاق کوونکي خپل کسان د اژه سمندر له لارې په ناقانونه توګه یونان ته انتقالوي.
ترکیه اروپا ته د ورتلو یوه عمده لار ده چې تر نورو ډېر افغانان، سوریایان او عراقیان هڅه کوي له دې لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.
د بښنې نړیوال سازمان تېره اونۍ اعلان وکړ چې ترکیې په څه کم یوه میاشت کې ۷۱۰۰ افغان کډوال په زور شړلي دي، خو د ترکیې حکومت وايي چې دا خلک پخپله خوښه ستانه شوي دي.
ترکیې تر دې وړاندې هم لسګونه افغان کډوال هلته تر نیولو وروسته افغانستان ته لېږلي وو. د بښنې نړیوال سازمان د ترکیې دغه کار غیر قانوني بللی و.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.