Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61968
تاریخ انتشار : يکشنبه 23 غوایی 1397 ساعت : 08:17:06

دعراق د پارلمان د انتخاباتو د رایو شمیرل پیل شوی دی

دعراق د پارلمان د انتخاباتو لپاره د رایو اچول چې پرون دسهار له اوو(۷) بجو څخه د رایو په څه دپاسه نهه څلویښت زره(۴۹۰۰۰) مرکزونو کښې پیل شوی پرون مازیګر شپږ(۶) بجې پاې ته ورسیدل او سمدستی د رایو شمیر هم پیل شوی .

د عراق دپارلمان انتخابات پرون  له کوم امنیتی مشکل پرته په ښه ډول پاې ته ورسیدل .

دعراق دانتخاباتو چارواکو ویلی دی په شرایطو پوره دوه دیرش(۳۲) فیصده خلکو د پرون ورځې په انتخاباتو کښې ګډون کړی دی .

دعراق څلورویشت(۲۴) میلیونه خلکو په پارلمانی انتخاباتو کښې دګډون کولو شرایط لرل .

دعراق لومړی وزیر حیدر العبادی د انتخاباتو له ختمیدا وروسته په یوې(۱) بیانیې کښې د خلکو ،  دامنیتی ځواکونو ،  دحکومتی ادارو او د هغو ټولو کسانو چې د هیواد د پارلمانی انتخاباتو په بریالی ډول ترسره کولو کښې یې ونډه لرله قدرونه وکړه .

هغه د عراق په ټولو ولایتونو کښې د انتخاباتو په امن ډول ترسره کیدا دټینګار په ټرڅ کښې وویل د  هیواد خلک دداعش ترهګرې ډلې له ماتی وروسته دلومړی ځل لپاره په امنیت کښې د ازادو انتخاباتو د ترسره کیدا کتونکی وو .

دعراق په انتخاباتو کښې درې سوه شلو(۳۲۰)سیاسی ګوندونو، ائتلافونو او  انتخاباتی فهرستونو له یوبل سره سیالۍ وکړه .

د انتخاباتو له ۶۹۹۹ کاندیدانو څخه به درې سوه نهویشت(۳۲۹) کسان د پارلمان غړی وټاکل شی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.