Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61983
تاریخ انتشار : دوشنبه 24 غوایی 1397 ساعت : 16:40:06

القاعده شبکه: د امریکايي استکبار پر وړاندې باید عملي ګامونه پورته شي

د القاعده شبکې مشر پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې د امریکايي استکبار او خپل سرۍ پر وړاندې ودرېږي.
هغه د (تل ابیب هم د مسلمانانو خاوره ده) تر نامه لاندې په یوه پنځه دقیقه يي ویډيويي پيغام کې ویلي، چې له امریکا سره خبرې او مذاکرات ځای نه نیسي نو ددې وخت دی چې پر وړاندې یې درېدل او جګړه پیل شي. ایمن الظواهري ویلي، چې امریکا نن خپل سفارت بیت المقدس ته لېږدي، خو دغه سیمه د مسلمانانو خاوره ده او دوی به دفاع ترې وکړي.
هغه همدا راز د اسلامي هېوادونو پر مشرانو نیوکه کړې ده، چې دوی د امنیت شورا او ملګرو ملتونو غړیتوب لري، خو دغه سازمانونه تل اسراییلو ته امتیازات ورکوي او د دوی پر نارواوو سترګې پټوي.
ظواهري وايي د امریکايي استکبار پر وړاندې خبرې نتیجه نه ورکوي نو ښه به وي چې پر وړاندې یې عملي او وسله وال فعالیتونه پيل شي.


  د افغان ایرکا خبري آژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.