Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61985
تاریخ انتشار : سه شنبه 25 غوایی 1397 ساعت : 08:43:30

د اسرائیلو نیواکګر رژیم څه دپاسه ۵۵ فلسطینیان شهیدان کړل

زمونږخبریال وایی له تل اویو(Tel Aviv) څخه نیواکی قدس (Qods)ته د امریکا د سفارت له انتقالیدا سره په یووخت دصهیونیسټ رژیم پوځیانو کابو پینځه پنځوس(۵۵) فلسطینیان په ډزو سره شهیدان او څه دپاسه دوه زره(۲۰۰۰) نور ژوبل کړل .

دامریکا حکومت پرون د ملګروملتونو او د  بشری حقوقو د ادعا کونکو موسسو د بې کفایتۍ په سیوری کښې په اسرائیلو کښې خپل سفارت له  تل اویو څخه قدس ته انتقال کړ .

له دغه پیښې سره په یووخت د فلسطین خلکو په قدس، د اردن سیند په لویدیځې غاړې او غزې تړانګې کښې پرون له سهار راهسې خپل اعتراضونه پیل کړی وو .

د صهیونیسټ رژیم عسکرو په جنګی ګولیو سره  دغزې تړانګې په سرحدونو کښې په پرونیو مظاهرو کښې په ګډون کونکو ډزې وکړې .

داسرائیلو عسکرو د فلسطین دغزې تړانګې په ختیځ کښې په مظاهره چیانو د  توپونو ډزې هم وکړې .

د فلسطین د روغتیا وزیر جواد عواد وویل دشهیدانو او دژوبلو کسانو شمیر په زیاتیدا دی .

دبخښنې نړیوالې موسسې ایمنسټی اینټرنیشنل (Amnesty International)وویل هغه څه چې دفلسطین په غزې تړانګې کښې روان دی د نړیوالو قوانینو شرمونکی خلاف ورزۍ ده چې دیوه(۱) جنګی جنایت په اندازه دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.