Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61986
تاریخ انتشار : سه شنبه 25 غوایی 1397 ساعت : 08:45:40

د فلسطین خلک نور دامریکا مینځګړیتوب نه منی

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د پرونی جنایت په غندلو سره وویل د فلسطین ملت نور دامریکا مینځګړیتوب نه منی.

هغه د صهیونیسټ رژیم لخوا بیت المقدس ته د امریکا د سفارت په انتقال د لسګونو اعتراض کونکو فلسطینانو د وژلې په غندلو سره وویل په دغه جنایت سره عملا د اسرائیلو درژیم او د فلسطینیانو ترمینځ دسولې په بهیر کښې دامریکا مینځګړیتوب پاې ته رسیدلی دی.

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس په غزې تړانګې  کښې دپرون ورځې د شهیدانو په احترام په کورواکه سیمو کښې ددرې (۳)ورځې ماتم په اعلانولو سره وویل په بیت المقدس کښې دامریکا نوی سفارت د بیت المقدس په ختیځ کښې د ښارګیو جوړونې ته د روا والی د وربخښلو لپاره اقدام دی.

هغه وویل له ټولو ظلمونو او دباونو سره سره دفلسطین خلک له خپلې سوله ایزې مبارزې لاس نه اخلی او دغه مبارزې ته  د فلسطین د خپلواکه هیواد تر جوړیدا پورې دوام ورکوی.

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د مشر ویاند نبیل ابو ردینه هم ویل په قدس کښې د امریکا دنوی سفارت پرانیستل په سیمه کښې د بې ثباتیو او د ناکراریو د زیاتیدا سبب شوی دی.

هغه دصهیونیسټ رژیم د پوځیانو په لاس د فلسطین د ښاریزو د پرون ورځې د وژلې په غندلو سره وویل د فلسطین دملت د مشکلاتو اصلی عامل دامریکا حکومت دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.