Share/Save/Bookmark

کد مطلب :61999
تاریخ انتشار : چهار شنبه 26 غوایی 1397 ساعت : 16:51:48

شمالي کوریا: هیڅکله به خپل اټومي پروګرام د امریکا د اقتصادي ژمنو ښکار نه کړو

وروسته تر هغه چې امریکا او جنوبي کوریا ګډ نظامي تمرینات پیل کړل، شمالي کوریا یې بر وړاندې غبرګون ښوودلی او ویلی یې دي چې هیڅکله به په هغو مذاکراتو کې چې ټاکل شوې وه په راتلونکې میاشت کې د امریکا او شمالي کوریا د ولسمشرانو تر منځ په سنګاپور هیواد ترسره شي،ګډون ونه کړي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د امریکایي ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن هغو خبرو ته هم غبرګون ښوودلی ، چې ویلي یې و،( موږ به د شمالي کوریا ټول اتومي پروګرام د اقتصادي مرستو په بدیل کې لغوه کړو او د هغوی ټولې اتومي وسلې به د امریکا په یوه آیالت کې نندارې ته کیږدو ) وزیر ویلي؛ چې شمالي کوریا هیڅکله د خپل اتومي پروګرام پر سر سودا نه کوي او نه دې هم امریکا ورته د عراق او لیبیا خیال کوي.
د شمالي کوریا مشرانو ویلي، چې دوی د اتومي وسلو د له منځه وړلو لپاره کامله امادګي ښوودلې وه، خو د امریکا خصمانه او له تکبر څخه ډک سیاست دا هرڅه بیرته له خنډ سره مخ کولی شي.
خو جنوبي کوریا د شمالي کوریاپه غبرګون کې ویلي؛ چې د دوی تمرینات د خپل ځان څخه د دفاع په موخه دي او ادامه به ورکړي.
په هغو تمریناتو کې چې جنوبي کوریا او امریکا په ګډه پیل د تیرې جمعې په ورځ پیل کړي، په کې د بي ۵۲ ډوله الوتکو په ګډون ۱۰۰ الوتکې ګډون کوي چې شمالي کوریا یې د ځان لپاره خطر بولي.


  د افغان ایرکا خبري آژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.