Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62010
تاریخ انتشار : پنج شنبه 27 غوایی 1397 ساعت : 17:11:42

اردوغان د بیت المقدس په اړه د اسلامي هېوادونو بیړنۍ ناسته راوبلله

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال او په فلسطین کې د اسرائیلي پوځیانو د ظلمونو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان بیړنۍ سرمشریزه راوبلله.
په دغه لړ کې ښاغلي اردوغان د سوډان ولسمشر جنرال حسن عمر البشیر ته په تیلیفوني اړیکه کې بلنه ورکړې، چې سبا د جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې د بیت المقدس او فلسطین په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په بیړنۍ سرمشریزه کې برخه واخلي، چې د جنرال بشیر لخوا دغه بلنه منل منل شوې ده.
ټاکل شوې ده، چې د جمعې په ورځ به د سوډان ولسمشر جنرال حسن عمر البشیر او ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره یوځای د ترکیې په استنبول ښار کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په بیړنۍ ناسته کې د ګډون لپاره ترکیې وته ورسیږي.


  د افغان ایرکا خبري آژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.