Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62023
تاریخ انتشار : جمعه 28 غوایی 1397 ساعت : 23:44:07

استانبول د القدس په ملاتړ د اسلامي همکاريو سازمان د فوق العاده غونډې کوربه دی

د ترکيې استانبول ښار نن د بیت المقدس په ملاتړ د اسلامي همکاريو د فوق العاده سرمشريزې کوربه دی.

دغه سرمشريزه د اسلامي همکاريو د سازمان د اوسني مشر او د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په غوښتنه رابلل شوې ده.

ټاکل شوې، چې  د غونډې گډونوال به بيت المقدس ته د امريکايي سفارت د لېږد پرېکړه وغندي او د اسراييلو پر ضد به د گډ دريځ غوښتنه وکړي.

د اسلامي همکاريو دې سرمشريزې ته به د ديارلسو هېوادونو مشرانو په گډون د گڼو اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او نور لوړپوړي چارواکي ورشي.

په دغو مشرانو کې د قطر امیر شيخ تمیم بن حمد آل ثاني، د کويت امیر شيخ صباح احمد جابر صباح، د اردن پاچا عبدالله الثاني، د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د ایران ولسمشر حسن روحاني، د سوډان ولسمشر عمر بشير د پاکستان لومړی وزير شاهد خاقان عباسي، د فلسطين لومړی وزير رامي الحمد الله او يو شمېر نور مشران گډون کوي.

د اسلامي نړۍ ولسونه هيله لري، چې د ۵۷ هېوادونو مشران او استازي بايد په فلسطين کې د اسراييلي ښکېلاکگرو پر ضد گډ ټينگ دريځ ونيسي او د هغو ټولوژنو پوښتنه وکړي، چې ښکېلاکي عسکرو په کې لسگونه فلسطينيان وژلي او له درې زرو زيات يې ټپيان کړي وو.

د تېرې دوشنبې په ورځ امریکا خپل سفارت له تل ابیب څخه اشغال شوي بیت المقدس ته لېږدولی، چې اسلامي نړۍ د ولسونو پراخ غبرگونونه راپارولي دي.

د امریکا د دغه گام پر وړانډې په ټول فلسطين کې پراخ لاريونونه پيل شول او اسراييلي ښکېلاکگرو پر سوله‌ييزو لاريونووالو د اوښکو بهوونکي گاز شيندلو سربېره ډزې هم کړي، چې تر اوسه د نږدې اويا کسانو د شهادت او له درې زرو زياتو د ټپي کېدو خبرونه ترلاسه شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.