Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62029
تاریخ انتشار : شنبه 29 غوایی 1397 ساعت : 11:43:28

له بیت المقدسه دفاع، له اسلامیت او انسانیته دفاع ده

بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال او په فلسطین کې د اسراییلي پوځونو وحشت هغه څه و چې په استانبول کې یې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان سرمشریزې بېړنۍ غونډې جوړولو ته اړتیا پیدا کړه، څو په دې اړه د امریکا او اسراییلو په اړه د اسلامي نړۍ دریځ څرګند کړل شي.

د ټرمپ لخوا بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال او په فلسطین کې د اسراییلي پوځونو په وحشت د فلسطیني مسلمانانو وژل یواځې د فلسطینانو لپاره نه، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یو نه زغمونکی عمل دی، چې، په افسوس سره، یو شمېر اسلامي هېوادونو د خپلې اسلامي فریضې په نه پېژندنه د دغه انسان وژونکي عمل په مقابل کې د دفاع څه چې د غندني ګوته هم نه ده نیولې.

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د همدې ستونزې د حل په موخه په استانبول کې د اسراییلو لخوا په غزه کې له ترسره شوي قتل عام وروسته د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان د دوره يي مشرۍ په توګه بېړنۍ غونډه راوبلله.

په دې بېړنۍ غونډه کې د موریتانیا ولسمشر محمد ولید عبدالعزیز، د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر مصطفی اقنجي، د پاکستان ولسمشر ممنون حسین، د قطر امیر شیخ تمیم بن احمد ال ثاني، د اذربایجان ولسمشر الهام عليوف، د فلسطین لومړی وزیر رامي حمد الله، د سوډان ولسمشر عمر البشیر، د افغانستان لخوا محمد اشرف غني، د ایران ولسمشر حسن روحاني، د اردن پاچا دویم عبدالله، د کویټ امیر شیخ صباح الاحمد او د نورو غړیو هېوادونو لومړيو وزیرانو ګډون کړی ؤ.

رجب طیب اردوغان دا بېړنۍ غونډه د درې هدفونو د ترلاسه کولو په موخه رابللې وه، چې د یوه پرېکړه لیک له مخې به یو ځل بیا ختیځ بیت المقدس د فلسطین د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلو، د فلسطین د اشغال د پایته رسولو، د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالې ټولنې د فلسطین د مسلې په اړه هر څه ژر تر ژره  د ګام د اوچتولو او د ۱۹۶۷ز کال  د پرېکړې په منلو د خپلواکه او ازاده  فلسطیني دولت د جوړولو غوښتنه وکړل شي.

دویم دا چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د سرمشریزې په چوکاټ کې د ملګروملتونو سازمان د کډوالو د عالي کمشنر، پیریر کرهینبل، د فلسطیني کډوالو ستونزو ته متوجه کړي او د اسلامي هېوادونو له سرمشرانو څخه به د فلسطیني کډوالو او جګړه ځپلو لپاره  د مالي مرستې غوښتنه وکړي.

په استانبول کې د بېړنۍ سرمشریزې غونډې هدف دا و چې  د اسراییلي پوځونو لخوا  پر فلسطیني مسلمانانو د روانو ظلمونو د پایته رسولو اړوند نړیواله ټولنه د اسرائیلي پوځونو وحشت ته متوجه او په اړه یې جدي ګامونه پورته کړل شي.

همداسې وشول. اردوغان د غونډې په پیلېدونکې وینا کې وويل چې له بيت المقدسه دفاع كول د سولې، اسلامیت او انسانيت څخه دفاع ده.

حقیقت هم همدا دی چې امریکا او اسرائیلو لاسونه سره یو کړي او اسلامی هېوادونه په ځانګړې توګه دا سیمه یې په خپل وحشت سره د مسلمانانو په وینو سره کړه، میندې یې بورې او د یتیمانو او کونډو له سترګو یې اوښکې وبهولې.

 بیت المقدس یواځې د فلسطینیانو نه، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لومړۍ شریکه قبله ده، چې دفاع یې پر ټوله اسلامي نړۍ فرض ده.

امریکا او اسرائیلو په شریکه سره د نړۍ د مسلمانانو په وینو لاسونه سره کړي دي او هره ورځ په اسلامي هېوادونو کې یوه طرحه کړې پېښه رامنځته کوي. دا نن چې په اسلامي هېوادونو، په ځانګړې توګه افغانستان، سوریه، یمن، برما، او نورو اسلامي هېوادونو کي کومه مرګونې جګړه روانه ده، دا د امریکا ځانګړې طرحه ده، چې مخه یې یواځې او یواځې د مسلمانانو په یووالي سره نیول کېدای شي.

باید امریکا په ټولو اسلامي هېوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان، عراق، سوریه او… او اسرايئل په فلسطین کې د مسلمانانو د وینو په تویولو، د جنګي مجرمینو په په پېژندلو او د معصومو ماشومانو د وینو په تویولو محاکمه کړل شي.

د امریکا او اسرائیلو پر خلاف باید د نړۍ ټول مسلمانان په یوه غږ راپورته شي. بیت المقدس د ټولې اسلامي نړۍ لومړۍ قبله او له بیت المقدسه دفاع، له اسلامیت او انسانیته زموږ د ټولو مسلمانانو فرضي دفاع ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.