Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62046
تاریخ انتشار : سه شنبه 1 غبرګولی 1397 ساعت : 11:08:40

مقتدا صدر: په عراق کې بايد پراخ بنسټه او ټولشموله حکومت جوړشي

د عراق د پارلماني ټاکنو ستر ګټونکی مقتدا صدر وايي، حکومت به يې پراخ بنسټه او يو داسې حکومت وي چې د ټولو لوريو استازيتوب وکړای شي.
د عراق په پارلماني ټاکنو کې تر ټولو ډېرې څوکۍ د شيعه مذهبي مشر مقتدا صدر په مشرۍ ائتلاف ګټلي دي. دغه ائتلاف د عراق د پارلمان له ۳۲۹ څوکيو، ۵۴ هغه ګټلې دي.
مقتدا صدر د عراق له لومړي وزير حيدرالعبادي سره، چې ائتلاف يې په ټاکنو کې درېيم ځای خپل کړی، تر کتنې وروسته ويلي چې د عراق راتلونکی حکومت به پراخ بنسټه او د ټولو عراقيانو د ارادې ممثل وي.
د عراق په پارلماني ټاکنو کې يوه ائتلاف هم اکثريت څوکۍ نه دي ګټلې چې په يوازې ځان حکومت جوړ کړي، له همدې کبله د مقتدا صدر په مشرۍ ائتلاف هڅه کوي چې د هادي عامري په مشرۍ له فتح اتحاد او د لومړي وزير حيدرالعبادي په مشرۍ ائتلاف سره ګډ حکومت جوړ کړي.
فتح اتحاد په ټاکنو کې ۴۷ څوکۍ او د عبادي ائتلاف بيا ۴۲ څوکۍ ګټلې دي.
د عراق د نوي حکومت جوړېدل به څو اونۍ او يا ښايي میاشتې وخت ونیسي، ځکه د ټاکنو لوی ګټونکي لا په دې نه دي سره جوړ شوي چې حکومت به د چا په مشرۍ جوړېږي او دغه راز به د ائتلافونو ونډه پکې څه راز وي.
دريو ګټونکو ائتلافونو خبرې پيل کړې دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې يوه جوړجاړي ته سره ورسېږي.
د الصدر د دفتر له‎ خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې هغه عامري ته ویلي چې حکومت باید ډېر ژر جوړ شي څو عراقیانو ته خدمات وړاندې کړي او د هغوی مشروع غوښتنې خوندي کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.