Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62057
تاریخ انتشار : چهار شنبه 2 غبرګولی 1397 ساعت : 15:41:50

افغانستان ته د سوریې داعشیانو د تګ په اړه د روسیې دفاع وزیر تازه ادعاوې

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ادعا کوي چې له سوریې څخه یې د داعشیانو غړي افغانستان ته د تګ په حال کې دي.
نوموړی د ازبکستان له دفاع وزیر عبدالسلام عزیزوف سره د کتنې پر مهال په افغانستان کې د روانو تاوتریخوالو په اړه اندیښنې څرګنده کړه.
هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دي او له سوریې څخه یې د داعشیانو غړي افغانستان ته د تګ په حال کې دي.
د روسیې د دفاع وزیر په وینا، وروستیو تحولاتو او موجودو ګواښونو ته په کتو د ازبکستان امنیتي او دفاعي ځواکونه باید نور هم تجهیز او پیاوړي شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې له سوریې او عراق څخه یې د داعشیانو غړي افغانستان ته د تګ په حال کې دي.
بلخوا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د داعشیانو او نورو ډلو په وړاندې په عملیاتو بوخت دي او ترڅنګ یې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه هم د داعشیانو پر مواضعو هوایي بریدونه ترسره کوي چې په ترڅ کې یې د افغانستان په شمال اوختېخو ولایتونو کې د داعشیانو ګڼ شمېر جګپوړي غړي وژل شوي.


  د افغان ایرکا خبري آژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.