Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62069
تاریخ انتشار : پنج شنبه 3 غبرګولی 1397 ساعت : 14:46:02

په لندن کې یوه افغان کډوال یو پاکستانی وګړی وژلی

په لندن کې یوه افغان کډوال چې یو پاکستانی وګړی یې د چړې په واسطه وژلی، ادعا کوي چې د طالبانو یوې پټې ډلې سره پیوستون ته هڅول شوی وه.

دغه کډوال احسان الله محبت نومېږي او وايي چې ۲۴ کلن عرفان یې هغه مهال په چړې په زړه کې وواهه چې هڅه یې کوله په لندن کې د طالبانو له یوې پټې ډلې ته یې جذب کړي.

د ډیلي‎مېل د ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، دغو دوو ځوانانو د لندن په ووډ ګرین سیمه کې په یوه رسټورانټ کې سره په جګړه شوي وو.

احسان الله چې اوس ۱۸ کاله عمر لري، همدارنګه ادعا کوي چې دغه پاکستاني ځوان ورته ګواښ کړی وه که‎چېرې له دوی سره یوځای نه‎شي وبه وژل شي.

که‎څه هم له دغې پېښې ډېر وخت تېرېږي، خو د هغوی دوسیه تراوسه په لندن کې وروستۍ شوې نه ده.


  د افغان ایرکا خبري آژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.