Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62073
تاریخ انتشار : جمعه 4 غبرګولی 1397 ساعت : 13:07:51

د افغانستان په اړه د روسیې ولسمشر او د هند لومړی وزیر موافقه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند لومړی وزیر نرندرا مودي د افغانستان په هکله د ګډو همکاریو په خاطر موافقې ته رسېدلي.

د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو مشرانو د روسیې په سوچي ښار کې د کتنې پر مهال د افغانستان په اړه غږیدلي.

هندي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې ولسمشر پوتین او د هند لومړی وزیر مودي په افغانستان کې د ګډ پرمختایي پروژې د پیل په خاطر موافقې ته رسېدلي.

چارواکو په دې اړه نور جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک کړي.

په همدې حال کې هندي چارواکو رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې د ګډ پروژې د پیل لپاره طرحه د هند د لومړی وزیر نرندرا مودي له خوا وړاندې شوی و چې د دواړو هېوادودنو مشرانو په سوچي کې یې د کتنې پر مهال پرې موافقې رسېدلي.

هند په تېرو شپاړس کلونو کې د افغانستان په بیارغونه شاوخوا دوه میلیارد ډالر لګولي، د ملي شورا ودانۍ، سلما بند او د زرنج – دلارام لویه لار هغه سترې پروژې دي چې د هند له خوا پرې سلګونه میلیون ډالر لګول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په پایله کې هم د هند حکومت د افغانستان لپاره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د مرستو یو نوې بسته اعلان کړه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.