Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62099
تاریخ انتشار : يکشنبه 6 غبرګولی 1397 ساعت : 16:48:44

ټرمپ او شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره ویني

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د شمالي کوریا له مشره کیم جونګ اون سره خپله ناسته لغوه کړه، خو نن یې یو ځل بیا په خپلو خبرو کې ویلي، غواړي ور سره وګوري.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې ټرمپ ویلي، موږ پر دغه پروګرام کار کوو او هر څه ښه روان دي.

ټرمپ ویلي، د را روانې جون میاشتې په ۱۲ به د شمالي کوریا له مشر سره په سنګاپور کې وګوري. ټرمپ تېره اوونۍ په یوه لیک کې د شمالي کوریا مشر ته لیکلي و، د شمالي کوریا زیاته غوسه او لویه دښمني د دې ښکارندویي کوي، چې دغه ناسته تر سره نه سي. خو اوس یې یو ځل بیا پرېکړه بدله سوې ده. د سپینۍ ماڼۍ ویاند ویلي، چې په روانه اوونۍ کې به یو پلاوی سنګاپور ته ولاړ سي تر څو د دې لیدنې لپاره هر څه له نږدې وګوري. د شمالي کوریا یوه خبري اژانس بیا ویلي، کیم جونګ اون له ټرمپ سره د لیدو لپاره پوره تیاری لري او غواړي چې دغه ناسته تر سره سي.


  د افغان ایرکا خبري آژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.