Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62123
تاریخ انتشار : چهار شنبه 9 غبرګولی 1397 ساعت : 16:04:09

اسرائیل د بشار اسد په نسکورولو کښې ناکامه شوی

د عربو هیوادونو د چارو شناندی ایهود یعری داسرائیلو په دوهم(۲) ټیلی ویژن کښې د سوریې د ولسمشر بشار اسد دقانونی حکومت دنسکورولو لپاره د تل اویو(Tel Aviv) د پلانونو په ماتی اعتراف وکړ .

ایهود یعری په سوریې کښې داسرائیلو د سیاستونو په ستراتیژیکې ماتی اعتراف سره وویل د لبنان د مقاومت د چورلیز د ځواکونو په ملګرتیا سره دسوریې مسلې ته  په ۲۰۱۵ میلادی کال کښې د روسیې ورګډیدا د دمشق د حکومت دنسکورولو لپاره د اسرائیلو هڅه ناکامه کړه .

د اسرائیلو دغه شناندی په سوریې کښې د مقاومت دچورلیز د رول د لوبولو دکمولو لپاره دصهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر اویګدور لیبرمین(Avigdor Lieberman) د وینا دوام ته په اشارې سره وویل دا ډول ادعاګانې به د مقاومت د چورلیز د عمل په نوښت سره چې په صبر  سره او په حساب شوی ډول په سوریې کښې د مقاومت ایډیالونه تعقیبوی محققې  نشی .

په تیرو میاشتو کښې په سوریې  کښې د تکفیری ترهګرو ډلو له ماتی وروسته ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د حکومتی عسکرو په مرکزونو دصهیونیسټ رژیم د جنګی الوتکو او د توپونو حملې زیاتې شوی دی .

دسوریې پوځ هم په یوه(۱) بې ساری  اقدام کښې څه موده مخکې دصهیونیسټ رژیم تیریو ته په ځواب کښې دجولان (Golan Heights)په نیواکی سیمو کښې د دغه رژیم دعسکرو په مرکزونو توغندوی حملې وکړې


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.