Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62124
تاریخ انتشار : چهار شنبه 9 غبرګولی 1397 ساعت : 17:45:18

د فلسطین مظلوم ؤلس او نړیوال مسؤولیتونه

« د اسلام نړۍ؛ اوس باید په مهمو او اساسی موضوعګانو کی رول ولوبوی، او پری نږدی د تیرو لسیزو ترخی تجربی؛ او د قدرتونو د سلطې او د هغې اوږد مهاله اغیزې تکراری شی ».

حضرت آیت الله العظمی امام خامنه ای، پدې اړه د اسلامی هیوادونو د بین المجالس په ۱۳ کنفرانس کی د برخه والو میلمانه ؤو په کتنه کی، پدی په ټینګار سره؛ چی اسلامی نړۍ باید په اساسی مسایلو کی، په ډاګه او لوړ آواز خپله خبره او دریځ بیان کړی،« فلسطین » او«د اسلامی نړۍ یو والئ»، له دغو اساسی موضوعګانو څخه وباله.

دوی؛ د هغو مهمو بدلونونو په وړاندی، چی په نړۍ کی د بڼه نیولو په حال کی دی، د اسلامی هیوادونو او دولتونو دندې ته په اشارې سره زیاته کړه:« باید، د اسلامی نړۍ په اساسی چارو کی په ډاګه خبری وکړو؛ ځکه چی په څرګندو خبرو سره، جریان جوړولای شو او د نړۍ د خلګو او لوړو شخصیتونو په افکارو اغیز شیندونکی کیدای شو ».

امام خامنه ای، پدی په تاکید سره چی د لویدیځ تبلیغاتی امپراطورۍ ته ماته ورکولای شو، څرګنده کړه:« په نرمه او تبلیغاتی جګړه کی صهیونیسټانو ته ماته ورکول، امکان لری؛ هماغه ډول چی هغوی په سخته جګړه کی او په لبنان کی ماته وخوړله، او په هغې باندی اقرار کولو ته اړ شول ».

صهیونیسټی رژیم؛ د لبنان له حزب الله او د فلسطین د مقاومت له ډلو سره په څلورو مهمو جنګونو کی ماته خوړلې ده. د دغو بریاؤو له ثمرو او نتایجو څخه، له ۱۹۸۲ کال څخه د لبنان له نیواک څخه وروسته، د نیواکګرو ځواکونو شاته تګ؛ په ۲۰۰۰ کال کی د لبنان له جنوب څخه د صهیونیسټانو تیښتې، او په ۲۰۰۶ کال کی په ۳۳ ورځنۍ جګړه کی د قدس نیواکګر رژیم ماتی ته اشاره کولای شو. دغه بریالیتوبونه؛ په غزه کی په ۵۱ ورځنۍ جګړه کی بشپړ شول.

له تاریخی نظره؛ د فلسطین په قضیه کی« د ځمکی د نیولو »،  « د خلګو ډله ایز او میلیونی تبعیدول » او« عام قتل او بشری ستر جنایت » سرته رسیدلی دی، چی د دغو دریو تاریخی جریانونو او پیښو ګډ هدف؛ د مسلمانانو د لمړنۍ قبلې په توګه، په بیت المقدس باندی نیواک او سلطه موندل، او د قدس د اسلامی هویت او د فلسطین د خاورې له منځه وړل دی.

اسرائیل؛ دغو نا روا هدفونو ته د رسیدو لپاره، تل د فلسطین پایښت او موجودیت ګواښلئ دئ.

له دې رویه؛ له فلسطین څخه دفاع کول، د ظالم او نیواکګر په وړاندی؛ له مظلوم څخه په ملاتړ کولو کی، د نړیوالی ټولنې دنده ده. د فلسطین تاریخ تجربه ښیې، چی پدې زمینه کی باید ګمان ونه شی، چی له صهیونیسټی رژیم سره مقابله کول کومه ګټه نه لری؛ بلکه د صهیونیسټی رژیم په مقابل کی مقاومت؛ پایداری او انقلابی صبر به، نتیجې ته ورسیږی، هماغه ډول چی د مقاومت جریان؛ د تیرو کلونو په پرتله پرمختګ کړئ دئ.

امام خامنه ای له قوله؛« صهیونیسټان؛ چی یوه ورځ یی له نیل څخه تر فرات پوری؛ شعار ورکاوه، خو اوس له ځانه د ساتنې لپاره، دیوال جوړونی ته اړ ایستل شوی دی ».

واقعیت دا دئ؛ چی اسلامی نړۍ، له یو نیم میلیارډ څخه د زیاتو مسلمانو نفوسو، او زیاتو امکاناتو؛ او په دنیا کی د ډیر حساس موقعیت، او د سترو اقتصادی ظرفیتونو په لرلو سره، کولای شی

د یو ستر او اغیز شیندونکئ قدرت د رامنځته کیدو زمینه جوړونکې شی.

سره له دې حاله؛ اسلامی نړۍ د استکباری قدرتونو او د سیمی د یو شمیر رژیمونو د توطئو او تفرقه اچونو له کبله، له کمزورتیا او سره جلا کیدو سره مخامخه شوې ده، او دا د اسلامی نړۍ د راتلونکی لپاره یو ګواښ دئ.

امام خامنه ای؛ پدې هکله د اسلامی هیوادونو د ملګرتیا په ضرورت باندی ټینګار کوی، او وایی؛ چی باید پری نږدو په اسلامی نړۍ کی اختلافات؛ جنګ او وینی تویونی، چی اصلی لامل یی هم؛ امریکائیان او صهیونیسټان دی، د صهیونیسټی رژیم لپاره د امن ځای د را پیدا کیدو زمینه جوړونکی شی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.