Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62130
تاریخ انتشار : پنج شنبه 10 غبرګولی 1397 ساعت : 10:47:37

ناټو سازمان: له ٢٠٢٠ کال وروسته هم د افغانستان مالي ملاتړ ته دوام ورکوو

د ناټو سازمان غړو هېوادونو له ٢٠٢٠ کال وروسته له افغانستان سره د مالي ملاتړ ا علان کړی دی.

د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان له مرکزي دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د افغانستان ملي ځواکونو ته د مالي ملاتړ د راجلبولو په موخه غونډه وشوه.

سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ، د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي، په افغانستان کې دامنيت دلېږد د قوماندانۍ سيستيکا مشر جنرال رابين ال فانتس، د ناټو او غوڅ ملاتړ غړو هېوادونو استازو ګډون کړى وو.

په خپرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د افغانستان د ملي ځواکونو د مالي تمويل او تر ٢٠٢٠ زېږديز کاله پورې ددوى پر اړتياوو خبرې وشوې. د ٢٠١٦ کال د وارسا په سرمشريزه کې د سازمان غړو هېوادونو ژمنه وکړه چې تر ٢٠٢٠ کاله پورې به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ کوي.

د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ ويلي، دافغان ځواکونو مالي وجهي صندوق د افغانستان امنيت او ثبات کې مهم رول لوبولى دى.

هغه زياته کړې چې تر دې مياشتې پورې ددغه صندوق له لارې له افغان ځواکونو سره ٢،٣ ميليارده ډالرو مرستې شوې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.