Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62144
تاریخ انتشار : شنبه 12 غبرګولی 1397 ساعت : 10:08:28

د مسجدالاقصی د جُمعې په نمانځه کښې د دوه لکه اويا زرو فلسطينيانو ګډون

د صهيونېسټانو د امنيتي تدابيرو باوجود له دوه لکه اوياو زرو نه زياتو فلسطينيانو په مسجدالاقصي کښې د روژې د مبارکې مياشتې د دريمې جُمعې په نمانځه کښې ګډون وکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې د قدس ښار د جُمعې له سحر څخه د صهيونېسټو فوځيانو په پراخه شتون سهر په يو فوځي کېمپ بدل شوے ؤ.

د صهيونېسټو فوځيانو د سختو تدابيرو او له څلوېښتو کلونو د کمو سړيو له داخلېدو څخه د مخنيوي باوجود د اردو د سيند د لويديځې غاړه له دوه لکو اويا زرو نه زياتو فلسطيني نمونځګزاري او روژتيان مسجدالاقصی ته په رسېدو کښې کامياب شول.

د روژې د مبارکې مياشتې په وړومبۍ جمعه يو لک شل زرو فلسطينيانو په دويمه جمعه تقريباً دوو لکو فلسطينيانو د مسجدالاقصي د جُمعې په نمانځه کښې ګډون کړے ؤ.

د مسجدالاقصی خطيب پرون د جُمعې په خطبو کښې وويل ځيني عربي او اسلامي هېوادونه  د فلسطينيانو له دښمنانو څخه په پېروۍ سره د پېړۍ د معاملې په شان يو لړ تجويزونه وړاندې کوي.

شېخ عکرمه صبري زياته کړه دغه طرح هم هغه په امريکائي جامه کښې د نيواکګرو پلان دے.

له تل ابيبه قدس شريف ته د امريکې د سفارت د منتقلولو په ورځ غاصبو اسرائيلي فوځيانو لږ تر لږه ۶۵ فسطينيان شهيدان او تقريباً دوه زره نهه سوه نور يې ژوبل کړل.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.