Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62145
تاریخ انتشار : شنبه 12 غبرګولی 1397 ساعت : 10:10:42

د روهينګيائي مسلمانانو په خلاف د ميانمار د فوځ د جنايتونو د تحقيقاتو غوښتنه

د روهينګيا د مسلمانانو په خلاف د ميانمار د فوځ او افراطي بودايانو د جنايتونو د قربانيانو د کورنيو په سلګونو کسانو د نړيوالې کيفري محکمې لخوا د دغو جنايتونو د تحقيقاتو غوښتنه وکړه.

د روئيټر د رپوټ له مخې په سلګونو روهينګيائي مسلمانانو چې د کورنۍ کسان يې د ميانمار د فوځ د وحشيانه جنايتونو له کبله وژل شوي دي په لاهه کښې له نړيوالې محکمې غوښتي دي چې  د دغې محکمې څارنوالۍ دې د روهينګيائي مسلمانانو د قتل عام او له ميانمار نه د بنګلادېش لوري ته د لکونو مسلمانانو د شړلو په باره کښې تحقيقات وکړي.

د ۲۰۱۷ کال د اګست له ۲۵ نېټې راهسېد ميانمار په راخين صوبه کښې په روهينګيائي مسلمانانو د دغه هېواد د فوځ او اورپکو بودايانو په حملو کښې له شپږو زرو نه زيات روهينګيائي مسلمانان ووژل شول او له اتوزرو زيات ژول شول او تقريباً يو ميلين تنه نور هم بنګلادېش ته کډه په سر شول.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.