Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62150
تاریخ انتشار : شنبه 12 غبرګولی 1397 ساعت : 17:18:08

یو فلسطینی ځوان د صهیونیسټی پوځیانو په ډزو په شهادت ورسید

د صهیونیستی رژیم پوځیانو نن غرمه، یو فلسطینئ ښاریز، د الخلیل په ښار کی د ګولیو په ډزو شهید کړ.

د فلسطین د ویب سایټ د راپور په اساس، د« رامی صبارنه » په نامه فلسطینئ ځوان، د الخلیل ښار د ابراهیمی حرم په نږدیو کی، د صهیونیسټو پوځیانو د ګولیو په ډزو سخت ټپی شو، او اسرائیلی پوځیانو؛ دغه فلسطینی ځوان ته د امداد رسونی مخنیوئ وکړ، ترڅو نوموړئ د زیاتی وینی توئیدنی له کبله په شهادت ورسید.

صهیونیسټی پوځیانو ادعا وکړه؛ چی نوموړی د موټر په وسیله د عملیاتو د سرته رسولو نیت درلود؛ خو عینی شاهدانو دغه موضوع تکذیبه کړه.

د فلسطین نیواکی سیمی، د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر له شپږمی نیټی څخه، د صهیونیسټی رژیم  د پایتخت په توګه، د بیت المقدس په معرفی کولو کی، د امریکی د ؤلس مشر په تصمیم سره، د لس هاوؤ فلسطینیانو د شهیدانیدو، او د زرګونو کسانو د ټپیانیدو کتونکی دی.    


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.