Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62155
تاریخ انتشار : يکشنبه 13 غبرګولی 1397 ساعت : 11:54:32

امریکا د فلسطینیانو د خوندیتوب مسوده رد کړې ده

امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه پریکړه لیک مسوده رد کړې چې د ملکي فلسطینیانو پر خوندي ساتلو ټینګار کوي.

دغه مسوده د کویټ هېواد لخوا وړاندې شوې وه او ډیرو غړو هېوادونو یې ملاتړ کاوه خو د امریکا مخالفت یې د منظوریدو مخه ونیوله. د کویټ په پریکړه لیک کې راغلي چې د اسرائیلو پوځ باید له حد زیات، غیرمتناسب او بې پروا زور زیاتي کار وانخلي.

د حماس ډلې کړنو ته د نه اشارې له امله امریکا دغه لیک بشپړ نه بولي. همدارنګه، د امریکا لخوا په لیکل شوې مسوده کې د حماس ډله د تشدد په جوړولو تورنه شوې ده، خو دغه مسوده هم د ځېنو ملاحضاتو له وجې غړو هېوادونو ونه منله.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.